Home / اعلامیه / په بغلان ولایت کې د برق د پایو د بیا جوړیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په بغلان ولایت کې د برق د پایو د بیا جوړیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په بغلان ولایت کې د برق د پایو د بیا جوړیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې


له تیرو ۹ ورځو راپدې خوا د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین سیمو کې دکابل د مزدورو عسکرو لخوا په مجاهدینو عملیات روان دی چې هيڅ پرمختګ يي نه دی کړی او هره ورځ د تلفاتو په لیدو تښتې او شاتګ کوي.

دکابل ادارې مزدور عسکر په مکرر ډول د ملکي خلکو کورونه په توپونو ولي، چې له امله يې په لسهاوو کورونه نړیدلي او خلک يې د کورونو پريښودلوته اړ شوي دي.

ورسره دښمن د مجاهدینو په وړاندې د تبلیغاتي سوژو د پیدا کیدو لپاره په سیمه کې د برق پايي د ثقیله وسلو هدف ګرځولي چې له امله يې ۳ پايي یا ویجاړې شوي او یا له فعالیته غورځيدلي دي.

د اسلامي امارت مجاهدینو په هيڅ ځای کې هم دبرق پايي نه دي نړولې او نه داکار د جهاد او خپل ولس په ګټه بولي، که دبرق دپايو نړیدل په پلان کې وای نو تر کابله غزیدلي ګڼ شمیر دا ډول پايي د مجاهدینو ترکنترول لاندې سیمو کې ولاړې دي چې کوم مشکل نه دی ورته پيښ شوی.

اسلامي امارت اعلانوي که دبرق تخنیکي کارکونکي د پلخمري په ډنډغوري او شهاب الدین سیمو کې د عسکرو لخوا د نړول شوو پایو دبیرته جوړیدا اراده لري، نو مجاهدین بلنه ورکوي چې سیمې ته خپل تخنیک کاران او اړین وسائل را وليږي، مجاهدین نه تنها داچې مشکل به ورته نه جوړوي بلکي په امنیت ساتلو کې به يي هم خپل ټول توان وکاروي.

زموږ په جهادي بهیر کې دعام المنفعه تأسیساتو په ساتنه ټينګار کيږي او هيڅ مجاهد يې د زیان رسولو فکر او اراده نلري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۴/۲۳هـ ق

۱۳۹۴/۱۱/۱۳هـ ش ــ 2016/2/2م


Leave a Reply !



//