کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / دمصر په بېلابېلو سیمو کي شپنۍ مظاهرې ادامه لري
دمصر په بېلابېلو سیمو کي شپنۍ مظاهرې ادامه لري

دمصر په بېلابېلو سیمو کي شپنۍ مظاهرې ادامه لري


په داسي حال کي چي دمصر له پوځي کودتا څخه له یونیم کال زيات وخت تیر شوی لاهم دمصریانو له لوري دپوځي کودتا او اوسني رژيم په ضد مظاهرې ادامه لري.

تیره شپه دمصر په یوشمېر ولایتونو او ښارونو کي زرګونه مصریان راوتلي او داوسني رژيم او پوځي کودتا په ضد يې لاریونونه کړي دي.

دالجيزة ولایت په الهرم، امامبة، ام دینار او المهندسین سیمو کي زرګونو کسانو داوسني رژیم اوپوځي کودتا په خلاف مظاهرې کړي، مظاهره کونکوداوسني رژيم په ضد شعارونه ورکول او له پوځ څخه یې دواک دپرېښودلو غوښتنه کوله، دجیزة ولایت په ناهیااو کرادسه سیمو کي هم تیره شپه مصریان راوتلي او مظاهرې يې کړي دي.

دپوځي کودتا مخالف اتحاد دالشرقیة ولایت په الکبیرښار کي مظاهره تنظیم کړې وه، مظاهره کونکو دخپل انقلابي خوښت ددوام تائيد کاوو او داوسني رژيم په خلاف يې شعارونه ورکول.

تیره شپه دبورسعید، بنی سیوف، المنوفیة او یوشمېر نور ښارونه دمظاهرو شاهدان وو، مظاهره کونکو دوژل شویو مظاهره کونکو دقاتلینو دقصاص او له پوځ څخه يې دواک دپرېښودلو غوښتنه کوله، مظاهره کونکو دمصري رژیم له لوري دخپلو مخالفینو دوام داره نیول کېدل هم وغندل.

په مصر کي د۲۰۱۳ کال دجولای په میاشت کي پوځي کودتا وشوه، چي دمحمدمرسي حکومت يې نسکورکړ او پوځ واک په خپل لاس کي واخیست، له هغه وخت راهیسي په مصر کي مظاهرې ادامه لري، چي دپوځ او پولسو له لوري تراوسه زرګونه کسان وژل شوي، لسګونه زره نور ټپيان شوي او لسګونه زره مصریان چي دپوځي کودتا مخالفین بلل کیږي نیول شوي او زنداني شوي دي، چي په سلګونو کسانو يې داعدام حکمونه هم ایستل شوي دي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !