04-12-2015
نن سهار د میدان وردګو سیدآباد ولسوالۍ سلطان خیلو سیمه په اوتړیو کلي کې عام کلیوال او ماشومان د مسجد مخته د ځان ګرمولو لپاره اور ته راټول شوي وو چې د کابل ادارې د وحشي صفته عسکرو لخوا له نږدې څخه مخامخ تر برید لاندې ونیول شول.
معلومات ښيي چې په برید کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه هیوادوال شهیدان او ۸ نور ټپيان شوي دي.
اسلامي امارت د کابل ادارې دغه جنایت په کلکه غندي او د عامو خلکو په مقابل کې د کابل ادارې د وحشت او بې رحمۍ خورا ښه بیلګه يې بولي.
د هیواد په لر او برکې هره ورځ د کابل ادارې ماتې خوړلي عسکر د خپلو ماتو او تلفاتو کسات له عام ولس څخه اخلي، د کابل غلامان په مکرر ډول اولسي خلک تر توغندويي بریدونو، مخامخ ډوز او شپنیو عملیاتو لاندې نيسي.
په دې جنایاتو کې بهرني اشغالګر ځواکونه هم لاس لري او خپلو لاسپوڅو ته د همداسې جنایاتو د ترسره کولو سپارښتنه کوي.
موږ په دې اړه د بشرپالو ادارو او د انساني حقوقو له مدعیانو څخه غواړو چې د دغه راز قصدي وژنو، بریدونو او حملو مخه ونیسي، د کابل ادارې عسکر په خورا وحشي ډول روزل شوي چې د خلکو په وړاندې له خورا ستوغ او انسان ضد چلند څخه کار اخلي.
اسلامي امارت به حتما د دغو وحشتونو انتقام له مزدورو عسکرو څخه واخلي. ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۷/۲/۲۲هـ ق
۱۳۹۴/۹/۱۳هـ ش ــ 2015/12/4م