Home / تبصرې / د عزم جهادي عملیاتو روان بهیر او د اشغالګرو اندېښنې

د عزم جهادي عملیاتو روان بهیر او د اشغالګرو اندېښنې


د اسلامي امارت وروستنیو پرمختګونو او د عزم جهادي عملیاتو روان بهیر د ګران هېواد دښمنان د یو لړ اندیښنو سره مخ کړي دي، دوی سره داسې فکر و چې د دیموکراسۍ د جذابو پردو ترشا به اشغال او اشغالګر پټ شي او افغانان به ددوی په ژمنو وغولیږي، خو دا ټګي یې هم د اوبو د ځګ په څېر شوه، بلکې غربي دیموکراسي اوس د افغانانو په مینځ کې دومره بدنامه ده چې د بې عدالتۍ او نادودو سمبول ګڼل کیږي.
همدا اندیښنې دي چې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې اونۍ (۱۱ قوس ۱۳۹۴هـ) د غونډې له پاره یې زمینه سازي کړې ده، هغوی چې ډېر وار خطا دي او د مشوړې سر هم ځیني ورک دی نه پوهیږي چې څه وکړي؟ څه رنګه خپلو مورال بایللو پوځیانو او ګوډاګیانو ته روحیه ورکړي او د خپل حتمي شکست مخه ونیسي؟ د رسنیزو راپورونو سره سم هغوی غواړي دغه اوږده کرغیړنه جګړه نوره هم وغځوي، خپل ولسونه او پوځونه نور هم د یوې ناروا جګړې قرباني کړي، هغه جګړه چې ګټل یې امکان نلري او د دوی لپاره د ناکامۍ او نقصان پرته بله ګټه نلري.
بل خوا د کابل د ګوډاګۍ ادارې بیواکه چارواکي چې په ولس کې هیڅ ملاتړ نه لري خپله بقا او بیواکه تاج وتخت د ګران هېواد د اشغال په دوام کې ویني، تل کوښښ کوي چې د لویدیځ د استعمار ګرو مشرانو د هر ناوړه اقدام نه د خپل ځان په ګټه کار واخلي، د هغوی هر ظلم او ناروا ته عدالت وايې: د تېرې یکشنبې په ورځ (۱ قوس ۱۳۹۴هـ) د اشغالګرې امریکا د کانګرس د لس کسیز هیئت سره د اشرف غني په کتنه کې د بحث موضوع هم د اشغال دوام و او بس.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په کار ده چې د خپلو اندیښنو د لیري کولو لپاره د جګړییز سیاست پرځای د عدالت، تعقل او سولییز سیاست پر لارو چارو غور وکړي، خپلو مشرانو او هېوادوالو ته رشتیا ووایې، د افغانستان د مسئلې ابعاد دې وڅیړي، په ولس کې د څو منفورو څېرو د حمایت پر ځای دې د ولس د مطلق اکثریت نظر ته درناوی وکړي او د هغوی د غوښتنو په هکله دې فکر وکړي، په عراق کې د بې عدالتی او عدم تعقل د سیاست پایلې دې وارزوي، د لویدیځ سیاسي مشران باید دا خبره درک کړی چې د خلکو اختناق او کړول ډېر ځله د انفجار حالت ته رسیږي چې بیا یې کنترول د هیچا د وس خبره نه وي.
د افغانستان د معضلې حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د افغانانو اسلامي او ملي غوښتنو ته لبیک وویل شي، اشغال ختم شي، استقلال او آزادي اعاده شي، د افغانانو په خوښه اسلامي نظام جوړ شي، اسلامي امارت د خپل متوازن او عادلانه سیاست له مخې تل هڅه کړې او کوي یې چې په ګران هېواد کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ولس د غوښتنو سره سم تلپاتې سوله راشي تر څو زمونږ کړیدلی ولس د تپل شوې جګړې د ناخوالو نه وژغورل شي. والله الموفق

Leave a Reply !



//