Home / تبصرې / اشغالګر لا اوس هم د فتنو اور ته لمن وهي؟!!

اشغالګر لا اوس هم د فتنو اور ته لمن وهي؟!!


د امریکایې اشغال په څوارلس کلنه توره دوره کې زمونږ هېواد ډېر زیانونه ولیدل او ډېرې ناخوالې یې وګاللې، دغو د اسلام او بشر دښمنانو د هیڅ ظلم نه مخ وانړوی، د ظاهري خرابیو او ورانیو، د قتل عام او ځورونو په څنګ کې یې د افغان ولس په ذهني، فکري او کلتوري شتمنیو هم یرغل وکړ، د افغان ولس په زرګون کلن وحدت او اتفاق یې حمله وکړه، د قومیت، سمت او ژبو په نامه یې توپیرونه رامنځته کړل، په مختلفو نومونو یې د افغاني ټولنې د ویشلو کوښښ وکړ، په داسي حال کې چې افغانانو تر دغه کرغیړن بد مرغه امریکایي یرغل مخکې د اسلامي نظام له برکته په یوه متوازنه او پر اخلاقي بنسټونو ولاړه ټولنه کې له یو بل سره د درناوي په فضا کې د وروڼو په څېر ژوند کاوه.

کله چې یرغلګر دښمن د خپلو ټولو مکرونو سره سره د افغاني ټولنې د دیني، فکري او کلتوري وحدت په له منځه وړلو کې ناکام، او د ولس د کلک غبرګون سره مخ شو، نو د اربکیانو په نامه یې هغه بي بندوباره توپکماران یو ځل بیا مسلح کړل کوم چې یو مهال به د دوی تبلیغاتو کول او بي مسئولیته جنګسالاران به یې بلل، اوس چې افغان ولس د اربکیزم امریکایي پروژه هم یو مخ رد کړې ده نو قسم خوړلي دښمن د مذهب په نامه نوې خطرناکه لوبه پیل کړې ده، د شیعه او سني په مینځ کې د داعش تر عنوان لاندې د درز اچولو کوښښ کوي، د کورنیو فتنو او خپلمینځي جګړو اور ته لمن وهي.

الحمد لله ثم الحمد لله افغانان د اسلام پیروان دي، د اسلام له نظره مونږ ټول وروڼو یو، اسلام د ژوند هر اړخیز کامل نظام دی، د یرغلګر دښمن هڅې به هم هرو مرو د ناکامۍ سره مخ کیږي، ځکه الله جل جلاله مونږ ته د فتنو د له منځه وړلو لپاره هم اصول رالیږلي دي او هم یې مونږ ټول مکلف کړي یو چې عملي یې کړو، مثلا:

۱- الله جل جلاله مونږ ته امر کوي: {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا…} (آل عمران- ۱۰۳) او ټول د الله تعالی په رسۍ منګولې سره ټینګې کړئ او تفرقې مه جوړوئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: (علیکم بالجماعة، وإياكم والفرقة). رواه الترمذي، وفي رواية (الجماعة رحمة والفرقة عذاب). ژباړه: له جماعت سره اوسئ، له تفرقې نه ځان ساتئ، په یو روایت کې راځي: جماعت رحمت، او تفرقه عذاب دی.

په ډېرو قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې مؤمنانو ته په اتحاد او اتفاق امر شوی دی او د تفرق، اختلاف او ځان ځانۍ نه منع شوي دي، نو په هر مسلمان لازم او واجب دي چې خپل اختلافات یوې خوا ته پریږدي یا یې لږ تر لږه د الله جل جلاله د حکم سره سم شریعت (کتاب او سنت) ته حواله کړي او د صف وحدت وساتي.

۲- الله جل جلاله د مومنانو سره د دوستۍ او موالات امر کوي، دوی یې سره وروڼه کړي دي او د خپل مینځي اختلافاتو د لیرې کولو حکم یې ورته کړی دی: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} (الحجرات-۱۰) ژباړه: بیشکه یوازې مومنان سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو تر منځ اصلاح وکړئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ تر څو رحم در باندې وشي. دا د مومنانو وظیفه ده چې د خپل مینځي جګړو مخه ونیسي او کومه ډله چې د الله جل جلاله حکم ته غاړه نه ږدي د هغې په اړه جدي اقدام وکړي.

۳- اسلامي شریعت د عدالت، تواضع، رفق، د امیر د اطاعت او ښو اخلاقو غوښتنه کوي او د عجب، کبر، جاه طلبۍ، بغاوت او ذمیمه خویونو څخه مسلمانان راګرځوي، د {رحماء بینهم} 118, سورة الفتح. ژباړه: مومنان په خپلو کې سره مهربانه وي، {أذلة علی المؤمنین} 54, سورة المائدة. ژباړه: مومن له نورو مومنانو سره عاجزي کوونکی وي، په حدیث شریف کې راځي: (إياك والظن فإن الظن أكذب الحديث) رواه البخاري. ژباړه: له ګومان نه ځان لیرې ساته، ځکه ګومان تر ټولو زیاته درواغژنه خبره ده، بل مبارک حدیث دی: (مَثَلُ المؤمنين في تَوَادِّهم وتراحُمهم وتعاطُفهم: مثلُ الجسد، إِذا اشتكى منه عضو: تَدَاعَى له سائرُ الجسد بالسَّهَرِ والحُمِّى). رواه بخاري ومسلم. ژباړه: مومنان په مینه، مهربانۍ او خواخوږۍ کې د یو بدن په څېر دي، کله چې یې یو غړی په درد شي، ټول بدن ور سره بې خوبه او په تبه وي. دا شان بیشمیره نصوص مومنانو ته لارښوونه کوي چې په خپلو کې شخړي ونکړي، یو بل ته عفوه وکړي.

څه رنګه چې مونږ ټول افغانان د اسلامي نظام غوښتونکي یو نو په کار ده چې د خپل ځان، کور او ملګرو نه یې پیل وکړو، تر هرڅه وړاندې ذات البیني اختلافات لیري کړو، یو په بل ښه ګمان وکړو، د فتنو مخه ونیسو، د اسلامي نظام د قیام لپاره قرباني ورکړو، که بالفرض والتقدیر ظلم راسره شوی وي یا مو حق تلف شوی وي له مشروع او قانوني لارو یې غوښتنه وکړو، او که نه کېږي د الله په خاطر او د اسلامي نظام په خاطر صبر وکړو، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: ( إنكم سترون بعدي أثرة فاصبروا حتى تلقوني علي الحوض ) رواه البخاري, ومسلم والترمذي و النسايي.

ژباړه: بیشکه تاسو به له ما نه وروسته ډېر زر خود خواهي ووینئ، خو صبر به کوئ، تر څو له ما سره په حوض کوثر مخامخ شئ.

مونږ ټول باید په دې مبارکو آیتونو او احادیثو عمل وکړو، داسې نه چې خدای ناخواسته د وړو وړو خبرو په وجه د اسلامي نظام د حاکمیت ستر هدف له لاسه ورکړو بیا به په دنیا او آخرت کې د رسوایۍ سره مخ یو. والله الموفق


Leave a Reply !



//