Home / اعلامیه ،تبصره،مرکه، / د کندوز فتحې د مجاهدینو پوځي او اخلاقي وړتیا وښوده

د کندوز فتحې د مجاهدینو پوځي او اخلاقي وړتیا وښوده


د اونۍ تبصره/

د ۱۳۹۴ لمریز کال د میزان په ۶مه نیټه د کندوز استراتیژیک ولایت مرکز د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د څو ساعتونو جګړي په ترځ کې فتحه شو، په کلمه طیبه ښائسته سپین بیرغونه د ښار په مرکزي څلور لاري او مهمو ودانیو باندي ورپیده، دغي تاریخي پیښي د افغان ولس هیلې راژوندۍ کړي، په ټول هیواد کې د اسلامي نظام د عدالت او امانت په تمه د مؤمنانو زړونه خوښ او سترګي یې روښانه شوې.

د مجاهدینو دې سترې فتحې اشغالګر هک پک حیران کړل، د ناتو سازمان مشرانو د دروغژنو څېرو نه یې پرده پورته کړه، د خپلو خلکو سره یې د دوی خیانت او د ناسمو اطلاعاتو دوکه بازي رسوا کړه، د ایتلافي قواوو د بدي ماتي او ناکامۍ خبرونه یې د دوی د ولسونو تر غوږونو ورسول، د کابل کاواکه دوه سرې اداره یې هم له شرم او وارخطایۍ سره مخ کړه، ځکه له یوه لوري د کندوز ښار په زرګونو امنیتي ډالري او د پرديو ګټو ساتونکو وحشي ځواکونو د تیښتې لاره ونیوله، بل خوا د کندوز مسلمان او غیور ولس د مجاهدینو تود هرکلی وکړ.

د کندوز ستره فتحه داسې مهال رامنځته شوه چې د امریکایي ناروا اشغال څوارلسم کال هم په تېریدو دی، ټولو ته معلومه ده چې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۷ مه نیټه امریکايي وحشي پوځونو د ټولو اخلاقي نورمونو او نړیوالو معیارونو خلاف په افغانستان بې رحمه یرغل وکړ، د افغان غیور ملت استقلال او آزادي یې تر پښو لاندې کړه، د دیموکراسۍ په پلمه یې ټول انساني ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړل، د ولس د خوښې اسلامي حکومت یې ختم کړ، د ترهګرۍ په پلمه یې د افغانانو عام وژنه پیل کړه، د هېواد وحدت یې له خطر سره مخ کړ، امنیت او اقتصاد یې تباه کړ، او لا تر اوسه خپل تېري او ظلم ته دوام ورکوي.

د کابل لاسپوڅي دوه سره کاواکه اداره چې هیڅ راز مشرعیت او محبوبیت نه لري چارواکو او مات شوي پوځ یې د اشغالګرو مرستې ته د تمې سترګې ونیولې، د ارګ دننه لوړ پوړو ګوډاګیانو د خپلې ماتې د پټولو کوښښ وکړ او د ټلیفونو زنګونو یې سپینه ماڼۍ ولړزوله، خو د امریکایانو لومړنی ځواب ډېر سخت وو، د پنتاګون یوه ویاند پیتر کوک وویل: « د کندز ښار سقوط د افغان امنیتي ځوکونو لپاره شکست ګڼل کیږي..» وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د ارګ چاواکو ته د اطمئنان په موخه وویل: « امریکایې ځواکونه افغان لوري ته مشوري ورکوي..» کله چې امریکایې مشورو د مورال بایللو اوباشانو غونې زیږه نه کړل نو اشغالګرو د ړندو بمباریو له لاري وحشت ته مخه کړه، د ولسي خلکو کورونه او روغتونونه یې ړنګ کړل، ملکي خلک او ډاکتران یې په اور کباب کړل؟!!.

بالمقابل د اسلامې امارت مجاهدینو د کندوز په جګړه کې د سپیڅلي فاتح پوځي قوت په څېر ځان څرګند کړ، د صبر او زغم تر څنګ یې د لویي اخلاقي وړتیا مظاهره وکړه، د ولسي خلکو درناوی، د مخالفینو د کورنیو احترام، د بهرنیو وګړو او مرکزونو ساتنه، د عمومي عفوې اعلان او د ولسي اموالو حفاظت هغه امتیازي اخلاق دي چې د جګړي بل لورۍ یې اصلا نه پېژني، د کندوز سترې فتحي او په ټول هیواد کې د عزم روانو جهادي عملیاتو په زغرده وښوده چې د اسلامي امارت سپیڅلۍ او سپین کاروان د الله جل جلاله په فضل د بریا منزل ته نېږدې شو دی، ډېر ژر به د هیواد استقلال او بشپړه آزادي د الله جل جلاله په نصرت او مهربانۍ او د مؤمن ولس په مرسته تضمين شي او د شرعي نظام په تنفیذ او تطبیق به د مؤمنانو زړونه خوښ او سترګې یخې شي. وما ذلك على الله بعزيز


Leave a Reply !



//