کور / دهیواد او نړۍ تازه پیښې / په فرانسه کي دمسلمانانو ګوند جوړ شو

په فرانسه کي دمسلمانانو ګوند جوړ شو


په فرانسه کي دديموکراتیکو فرانسوي مسلمانانو دټولني په نوم سياسي ګوند جوړ اوفعاليت يې پيل کړ.

دغه ګوند چي موخه يې په فرانسه کي دمسلمانانو دحقونو ساتنه ده دمارچ په میاشت کي به ددې هیواد په سیمه يیزو ټاکنو کي ګډون وکړي.

ددغه ګوند په اساس نامه کي راغلي، چي په فرانسه کي به دمسلمانانو او نورو ليږکیو دحقونو لپاره مبارزه کوي.

ددغه ګوند په بهرني سیاست کي له فلسطین څخه ملاتړ شوی دی، په اساس نامه کي ویل شوي، چي باید اروپا له فلسطين څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دفرانسې دمسلمانانو ګوند په پام کي لري، چي دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي دپارلمان د۵۰۰ غړو دلاسليکونو په ترلاسه کولو سره ددې هیواد دولسمشرۍ لپاره خپل نوماند وټاکي.

ددغه ګونددجوړېدلو تر اعلان وروسته په فرانسه کي بنسټپا لو ښي اړخو فرانسویانو سخت غبرګون ښودلی دی او ويلي دي، چي دغه ګوند غواړي په فرانسه کي اسلام ته پرمختګ ورکړي او اسلامي شعائر عملي کړي.

دفرانسوي مسلمانانو دګوند مشر امیرمغربي ددې اندېښنو په غبرګون کي ویلي، چي دوی به دقوانینو په رڼا کي خپل فعالیت کوي.

دا په فرانسه کي دمسلمانانو لومړنی سياسي ګوند دی، چي په دغه هیواد کي خپل فعالیت پيلوي.

په فرانسه کي دمسلمانانو ګوند په داسي مهال جوړیږي، چي په دغه هیواد کي دتیري میاشتي له بریدونو وروسته په مسلمانانو او اسلامي مقدساتو دتروريستانو له لوري سلګونه بریدونه ترسره شوي دي.

مسلمانان شکایت کوي، چي دپولیسو او افراطي عیسایانو له لوري ځورول کیږي او زور زیاتی ورسره کیږي.

احمدظريف


Leave a Reply !



Leave a Reply !