17-02-2015 هکرانو دنړۍ د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه تریوميليارد زیات ډالر ايستلي دي، چي دا دنړۍ ترټولو ستر ه انټرنيټي غلا او جرم بلل شوی. دکيسپرسي امنيتي شرکت و یلي، چي له ۲۰۱۳ کال راهیسي په سائبري جرمونوکي زیاتوالی راغلی دی، چي هکرانو له ۱۰۰ بانکونو او مالي ادارو څخه تر يوميليارد زیات ډالر وړي دي. روسي امنیتي شرکت ویلي، چي دغه پیسې دامریکا، کاناډا، اوکراین، روس، چین، جرمني په ګډون د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه وړل شوي دي. په راپور کي ویل شوي، چي ددغو غلاوو تر شا دچينايي، روسي او اوکرایني هکرانو لاس دی. دانټرنیټي غلاوو په اړه دراپور جوړولو دټیم مشر سرګئی ګولووانو ویلي، چي دا غلاوي په ډیره منظمه طريقه ترسره کیږي. په راپور کي ویل شوي، چي هکران ددې په ځای چي دصارفینو معلومات غلا کړي، هغوی له پیسو څخه بې برخي کوي. له بله پلوه دروس داينټي وائرس سافټویر دجوړولو ادارې ویلي، چي په ۳۰ هیوادونو کي داسي کمپیوټر هارډډرائیوز موندل شوی دی، چي دجاسوسۍ پروګرام پکي انسټال شوی دی، ویل شوي چي که هارډډرائيوز فارمیټ هم شي دغه پروګرام پاته کیږي او دکمپيوټر له چالاندېدلو سره سم کار پيلوي. یادي روسي ادارې ویلي، چي دغه هارډډرائيوز په روس، افغانسان،چين، پاکستان، مالي، یمن، سوریه او نورو هیوادونو کي موندل کیږي. احمدظريف
هکرانو دنړۍ د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه تریوميليارد زیات ډالر ايستلي دي، چي دا دنړۍ ترټولو ستر ه انټرنيټي غلا او جرم بلل شوی.
دکيسپرسي امنيتي شرکت و یلي، چي له ۲۰۱۳ کال راهیسي په سائبري جرمونوکي زیاتوالی راغلی دی، چي هکرانو له ۱۰۰ بانکونو او مالي ادارو څخه تر يوميليارد زیات ډالر وړي دي.
روسي امنیتي شرکت ویلي، چي دغه پیسې دامریکا، کاناډا، اوکراین، روس، چین، جرمني په ګډون د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه وړل شوي دي.
په راپور کي ویل شوي، چي ددغو غلاوو تر شا دچينايي، روسي او اوکرایني هکرانو لاس دی.
دانټرنیټي غلاوو په اړه دراپور جوړولو دټیم مشر سرګئی ګولووانو ویلي، چي دا غلاوي په ډیره منظمه طريقه ترسره کیږي.
په راپور کي ویل شوي، چي هکران ددې په ځای چي دصارفینو معلومات غلا کړي، هغوی له پیسو څخه بې برخي کوي.
له بله پلوه دروس داينټي وائرس سافټویر دجوړولو ادارې ویلي، چي په ۳۰ هیوادونو کي داسي کمپیوټر هارډډرائیوز موندل شوی دی، چي دجاسوسۍ پروګرام پکي انسټال شوی دی، ویل شوي چي که هارډډرائيوز فارمیټ هم شي دغه پروګرام پاته کیږي او دکمپيوټر له چالاندېدلو سره سم کار پيلوي.
یادي روسي ادارې ویلي، چي دغه هارډډرائيوز په روس، افغانسان،چين، پاکستان، مالي، یمن، سوریه او نورو هیوادونو کي موندل کیږي.
احمدظريف
19-04-2015
18-04-2015
14-04-2015
13-04-2015
Sorry, this feed is currently unavailable or does not exists anymore.
پوښتنه : نن سبا دالکترونیکي میډیا په مټ په ډېرو هیوادونوکې […]
الاستفتاء : محترم مفتی صاحب ! که چېري دلګۍ مشر یامالي مسئول مسکین وي […]
پوښتنه : کوم خلک چې له یو خارجي هیواد سره تجارت کوي اوله هغې خواڅخه […]
پوښتنه : علماء کرام ددې مسئلې په اړه څه فرمایې چې : ایزي لوډ کول جائز […]