Home / news / عاجل خبر: سرپل شیرم کې ۳ پوستې فتح شوي درنه جګړه دوام لري
عاجل خبر: سرپل  شیرم کې ۳ پوستې فتح شوي  درنه جګړه دوام لري

عاجل خبر: سرپل شیرم کې ۳ پوستې فتح شوي درنه جګړه دوام لري


دسرپل ولایت له شیرم ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار لس بجې دشیرم ولسوالۍ او د قدم جای دسیمي داربکیانو دوه مهم مشهور اووتلي قومندانان خان محمد او ګلبدین له لسو تنو مسلحو اومجهزو ملګرو سره دحقایقوپه درک کولو داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شول

نوموړو کلک هوډ وکړچې نوربه دژوندترپایه اودویني ترآخري څاڅکي پوري ددین اووطن په دفاع کې داسلامي امارت مجاهدینوسره اوږه په اوږه اوسي

نوموړوله یوځای کیدوسره سم دستي داسلامي امارت دیوې سترې جبهې سره په ګډون په سیموکې ددښمن په ځالو سخته جګړه پیل کړه

جګړه چې پکې سپکې اودرنې وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سردوام لري

په سیمه کې له ګوډاګي دښمن څخه ۳ پوستې نیولي شوي او دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوتلفات اوښتي

مجاهدینو ګڼ شمېرمهمات او وسلې هم په غنیمت نیولي

دجګړې په اړه نورجزئیات به وروسته خپاره شي

2015/2/14


Leave a Reply !



Leave a Reply !