14-02-2015 څه موده وړاندې د ناړۍ ولسوالۍ لویه لاره چې څو ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلوي، د سیمې دخلکو لخوا چې د کابل ادارې په ضد يې اعتراض کړی وو بنده شوې وه. په دې موضوع کې د مجاهدینو لخوا هم مداخله وشوه، ترڅو سیمیزو خلکو ته قناعت ورکړل شي چې د عامو خلکو پرمخ د لارې خلاصو ن ته غاړه کیږدي. تيره شپه د سیمې خلکو ومنله چې دغه لویه لاره به نور د ملکي خلکو لپاره خلاصه وي، عام خلک به کولای شي چې په دغه لاره سپاره او پلي تګ راتګ وکړي. خو د دې لپاره چې په سیمه کې د دښمن د ورتګ لپاره ماينونه هم ځای په ځای شوي وو، عام خلک به د لارې د تګ راتګ په وخت کې هلته له ميشتو مجاهدینو څخه په سمه لاره دتګ معلومات ترلاسه کوي، ترڅو خدای مکړه ملکي موټر په ماين برابر نشي او چاته زیان ونه رسيږي. مجاهدین وايي چې ماینونه يي ټول په ريموډ کنترولیږي، پخپل سر نه الوزي، خو بیا هم د احتياط په توګه خلک باید د تګ په مهال له دوی څخه لارښونه ترلاسه کړي. دغه لاره د کابل ادارې د افرادو په مخ اوس هم کلکه بنده، هيڅ دولتي کس نشی کولای په دې لاره پلی یا په موټر کې تګ راتګ وکړي. هغه عملیات چې دښمن له پرونه راهيسې د لارې دخلاصولو په موخه پيل کړی له ناکامۍ سره مخ دي او دښمن هلته هيڅ پرمختګ نه لري، دا تيره شپه د ناړۍ ولسوالۍ په ځنګل ګوشه سیمه کې د دښمن یوټانګ په ماين منفجر شو چې ۴ عسکر يې ځای په ځای په کې ووژل شول. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۲۵/۴/۱۴۳۶هـ ق ۲۵/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/2/14م
29-06-2015
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]