11-01-2015 احمدظریف له فرانسې وروسته په جرمني کي هم دهغې ورځپاڼي په دفتر برید شوی، چي نبی عليه السلام ته توهین کونکي عکسونه او خبري يې نشرولې. راپورونه وايي، دجرمني په شمالي ښار همبرګ کي دهمبرجرمورګن پوسټ ورځپاڼي دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري دنبی علیه السلام توهین کونکي عکسونه په دوهم ځل نشر کړي وو. دهمبرګ پولیسو ويلي، نامعلومو کسانو دهمبرجرمورګن پوسټ ورځپاڼي په دفتر اور لګونکې ماده شیندلې اوبیايې دفتر ته اور ور اچولی دی، داورلګونکې مادې تر شيندلو وړاندي یې دیادي ورځپاڼي په دفتر دکاڼو برید ترسره کړی دی. په برید کي دیادي ورځپاڼي دفتر اور اخیستی دی، خو څوک پکي وژل شوي نه دي، له برید وروسته سیمي ته اوروژونکي ګاډي رسیدلي او سیمه پولیسو په خپل کنترول کي اخيستې ده. دهمبرګ ښار پولیسو ویلي، بریدکونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي دي او دپولیسو له لوري پلټني پسي رواني دي، خو تراوسه يې درک نه دی لګېدلی. دچهارشنبې په ورځ دفرانسې په پلازمینه پاریس کي درې تنو وسله والو دچارلي ابدو مجلې په دفتر بریدوکړ، چي ۱۲ تنه يې ووژل او ۱۱ تنه نور یې ټپیان کړل، دچارلي ابدو مجلې دنبی عليه السلام توهین کونکي عکسونه خپاره کړي وو او همداراز يې په اسلام او داسلامي نړۍ په اتلانو اومشرانو ملنډي وهلې. جرمنۍ ورځپاڼي دچارلي ابدو له لوري خپاره شوي توهین کونکي عکسونه په خپلي ورځپاڼي کي نشر کړي وو او په دوهم ځل يې بیادنشر کولو اراده درلودله. که څه هم ګڼ شمېر غربي رسنیو دچارلي ابدو مجلې په دفتر تر برید وروسته داسلام او نبی عليه السلام دتوهین کونکو عکسونو او خبرو له نشر کولو څخه ډډه کړې وه او ویلي وو، چي نور به دغه ډول عکسونه هیڅکله هم نشر نه کړي، خو بیاهم ځینو غربي رسنیو تریاد برید وروسته دغه وحشیانه کړنه تکرار کړې وه.
احمدظریف
له فرانسې وروسته په جرمني کي هم دهغې ورځپاڼي په دفتر برید شوی، چي نبی عليه السلام ته توهین کونکي عکسونه او خبري يې نشرولې.
راپورونه وايي، دجرمني په شمالي ښار همبرګ کي دهمبرجرمورګن پوسټ ورځپاڼي دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري دنبی علیه السلام توهین کونکي عکسونه په دوهم ځل نشر کړي وو.
دهمبرګ پولیسو ويلي، نامعلومو کسانو دهمبرجرمورګن پوسټ ورځپاڼي په دفتر اور لګونکې ماده شیندلې اوبیايې دفتر ته اور ور اچولی دی، داورلګونکې مادې تر شيندلو وړاندي یې دیادي ورځپاڼي په دفتر دکاڼو برید ترسره کړی دی.
په برید کي دیادي ورځپاڼي دفتر اور اخیستی دی، خو څوک پکي وژل شوي نه دي، له برید وروسته سیمي ته اوروژونکي ګاډي رسیدلي او سیمه پولیسو په خپل کنترول کي اخيستې ده.
دهمبرګ ښار پولیسو ویلي، بریدکونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي دي او دپولیسو له لوري پلټني پسي رواني دي، خو تراوسه يې درک نه دی لګېدلی.
دچهارشنبې په ورځ دفرانسې په پلازمینه پاریس کي درې تنو وسله والو دچارلي ابدو مجلې په دفتر بریدوکړ، چي ۱۲ تنه يې ووژل او ۱۱ تنه نور یې ټپیان کړل، دچارلي ابدو مجلې دنبی عليه السلام توهین کونکي عکسونه خپاره کړي وو او همداراز يې په اسلام او داسلامي نړۍ په اتلانو اومشرانو ملنډي وهلې.
جرمنۍ ورځپاڼي دچارلي ابدو له لوري خپاره شوي توهین کونکي عکسونه په خپلي ورځپاڼي کي نشر کړي وو او په دوهم ځل يې بیادنشر کولو اراده درلودله.
که څه هم ګڼ شمېر غربي رسنیو دچارلي ابدو مجلې په دفتر تر برید وروسته داسلام او نبی عليه السلام دتوهین کونکو عکسونو او خبرو له نشر کولو څخه ډډه کړې وه او ویلي وو، چي نور به دغه ډول عکسونه هیڅکله هم نشر نه کړي، خو بیاهم ځینو غربي رسنیو تریاد برید وروسته دغه وحشیانه کړنه تکرار کړې وه.
28-06-2015
24-06-2015
23-06-2015
21-06-2015
لیکوال: مفتي ابویاسر هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله […]
مسئله :ددمي یاسالنډي بیمارته دساه راښکلودهوسایې لپاره ډاکټران […]
مسئله : هغه دوا یاغازي ګیس چي په انګریزي کي ورتهDesmopressin – […]
دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی: ډاکټرلوترچي درمل […]