Home / اعلامیه / د افغانستان اسلامي امارت د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون اعلامیه
د افغانستان اسلامي امارت د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون اعلامیه


د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي رژیم سره کار کونکو اوهمکارانو ته دحقي لاري دعوة:

تاسوته بهتره معلومه ده، چي یرغلګرو زموږ پرپاکه خاوره د ټولواسلامي او بین المللي قوانینو او بشري حقونو خلاف وحشیانه حمله کړې ده، اسلامي نظام یې ړنګ کړی،په سلهاوو زره افغانان یې شهیدان کړي او ژوبل کړي، په لسهاوو زره یې په خارج او داخل کي په کرغیړنو زندانونو کي په انتهایې شکنجو کي ساتلي او په لکونو هیوادوال یې په هیواد کي دننه او بهر هجرت کولو ته مجبور کړي،بشپړ- بشپړ کلي یې له خاورو سره خاوري کړي، کیمیاوي، بیلوژیکي،فاسپورس او نور ي د ډله یېزي وژني وسلې یې په افغانستان کي کارولي،د نصرانیت تبلیغ او ترویج ته یې مټي رانغښتي،قران شریفونه یې په ځلونو سوځولي، داسلامي ارزښتونو سپکاوی یې په تکرارسره کړی،اداري او اخلاقي فساد یې خپور کړی او …..

یرغلګرو چي په افغانستان کي کومه اداره جوړه کړې زیاتره یې هغه کسان پکي ګومارلي چي دافغانستان ترګټو ورته د امریکا ګټي مهمي دي، تر افغانانو امریکایان ورته محترم دي، دپردیو د خوشحالۍ لپاره د خپلو خلګو پر وژلو، بندي کولو، ځورولو،لوټلو او بې عزته کولو هیڅ صرفه نه کوي،له کفاروسره تړونونه لاسلیکول د بګرام او څرخي پله محبسونه چي د ولسي افغانانو څخه ډک دی، دکابل بانک چور، دشیر پور د تاریخي کلا لاندي کول اود سلهاوو زره هکتاره ولسي او دولتي مځکي غصب کول د کابل ادارې دغلامۍ،ظلم او وحشت، څو بېلګې دي .

نو لهذا ددغه ډول ادارې سره کار کول که له شرعي اړخه ستر جرم دی، په عرف کي هم بیالوی پیغور ده،دخاوري خرڅلاواو دورور له قاتل سره دوستي ګڼل کیږي، تاسو ته ښه جوته ده چي په افغاني دود او دستور کي هغه څوک ډیر بد ګڼل کیږي چي دڅه مادي لاسته راوړنو لپاره له پردو سره د خپل وطن په ضدد ورور په وژلو او ځورولو کي مرسته کوي .دا یو منل شوی حقیقت دی چي د کابل ادارې سره کار کونکي ددغي ادارې په هیوادپلورنه، فساد، ظلم، وحشت، چور اوتالان کي شریک دي، که په تاسو کې عملاڅوک په دغو جرمونو کي ښکېل نه یاست خو په خپل وجود سره مو دغي غلامي ادارې ته وسعت او قوت وربخښلی دی .

د افغانستان اسلامي امارت دافغان مظلوم ولس دخپلواکۍ،سوکالۍ او هر اړخیزي ښیرازۍ په موخه د خپل ولس په ملاتړ ډیري زیاتي قربانۍ ورکړي او لا هم دالړۍ روانه ده، تاسو څه فکر کوئ چي که د اسلامي امارت تر قیادت لاندي د افغان ولس روان جهاد نه وای،زموږ اسلامي ارزښتونه به مسخره شوي نه وای، هویت به مو بدل شوی نه وای، تاریخ به مو مسخه شوی نه وای،دروند کلتور به مو په لوڅ کلچر نه وای اوښتی، که څه هم دښمن د ګمراهۍ ډیري هڅي وکړې او لا هم لګیا دی چي نوی نسل موکاملا په پردۍ روحیه وروزي ،خو دا دروان جهاد برکت ؤ او دی چي خپل دین، هویت، تاریخ او کلتور مو تر ډیره حده خوندي ساتلی دی .

تاسوکلک باور وکړئ چي خارجي اشغالګر به دتیرو روسانو په شان له افغانسان څخه تښتي اوداخلي ملګري به لکه دهغه وخت کمونستان ترشا پریږدي او بیا به ددفاع او پنا هیڅ ځای نلري اسلامي امارت په خپلو تشکیلاتو کي د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون ددې لپاره تاسیس کړی چي د یرغلګرو او کابل ادارې سره کار کونکو ته ددغه لوی خیانت اوذلت څخه د خلاصون لار برابره کړي،تر څو له یوې خواله دنیوي پیغور او د ذلت له مرګ څخه خلاص شي او له بلې خوا د اخروي عذاب څخه نجات ورپه برخه شي.

د دعوت او ارشاد کمیسیون ټولو هغو ډلو او کسانو ته چي دکابل ادارې او اشغالګرو سره کار کوي اویا همکاري ورسره کوي دعوت ورکوي چي نور د خپل دین سره له دښمنۍ او ولس سره له جفالاس واخلئ،چي په دنیا کي سر لوړي او په اخرت کي د کافرانو سره د همکارۍ له عتابه په امن شئ، تاسي اوس هم فرصت لرئ چي داسلام او هیواد په دښمنانانو دخپلو ټوپکو شپیلئ ور واړوئ او خپل تېر ګناهونه پرې جبیره کړئ، که دامو له وسه پوره نه وي نو اقلا دومره خو وکړئ چي دخپل دین او وطن له دښمن صف څخه را ووځئ او داسلامي امارت شرعي ،ملي ،خوږي اوله امن نه ډکي غیږي ته پنا راوړئ اوددې پرځای چي داخیرت په ورځ دامریکا او ناټو په ډله کې دحشر میدان ته را پورته کیږئ ،دعالمانو،طالبانو،مجاهدینو او پاکو مؤمنانو په ډله کې راپورته شئ .

اسلامي امارت هر هغه چاته چي د یرغلګرو له ملګرتیا لاس واخلي او یا د کابل داجیر رژیم څخه را ووځئ ډاډ ورکوي چي ددوی سر او مال به خوندي وي او د ارام اوسیدلو ډاډمنه فضاء به ورته برابره کړي . دازموږ دتلفون نمبر اويمیل ادرس ده چي شپه او ورځ ستاسو په خدمت کي خلاص اودضرورت په وخت کې را بطه را سره کولای شئ (تلیفون شماري ( ۰۷۰۸۲۹۸۱۹۵ ) (۰۷۹۰۱۹۵۶۲۶) ددعوت په نامه دمخابري نمبر(۷۴۴۵) اویمیل ادرسونه

([email protected])

[email protected]

دافغانستان داسلامي امارت

د دعوت،ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون


Leave a Reply !



//