بسم الله الرحمن الرحیم

داخلي عسکرو دهلمندپه سنګین ولسوالۍ کي د واده په مراسمو بریدکړی، ۳۰ تنه يې شهیدان کړي

دهلمندو لایت دسنګین په ولسوالۍ کي تیره شپه داخلي عسکرو دواده په مراسمو دهاوان برید کړی، چي په ترڅ کي يې دېرش تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دسنګین ولسوالۍ دساروان کلاپه باينزو سیمه کي دمحمداکاپه کور کي دنوموړي دزوی دواده مراسم روان وو، چي داخلي عسکرو پرې دهاوان بریدونه وکړل اودواده مراسم يې په غم کړل.

په پېښه کي تر۵۰ زیات کسان ټپیان دي اوګڼ شمېر کسان ترخاورو لاندي دي، چي دهغوی د را ایستلو چاري رواني دي.

دکابل درژيم چارواکو هم منلې، چي بریدد عسکرو له لوري ترسره شوی دی.

له سيمي څخه راپورونه وايي، چي داخلي عسکرو له څو پوستو څخه په یوه وخت دمحمداکاپه کور کي دواده په مراسمو بريد وکړ، دبرید په مهال په کور کي سلګونه کسان موجود وو.

په دغه وحشیانه برید کي دشهیدانو شویو کسانوزیاته شمېره ښځي او ماشومان دي.

له پيښي وروسته ټپیان دلشکرګاه روغتون ته لیږدول شوي دي او دځینو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

دپيښي نور جزیات وروسته ...

Tweet
Share