بسم الله الرحمن الرحیم

دهلمند ولایت په مالمندکي دغلامې ادارې پراشوټي اوباشانودملکي خلکو200دکانونه اودیوه بارګین 22موټران وسوځول

10996771 357094874488576 6117519520194871985 nپرون ورځ دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ د مالمند په ښار ګوټي کي له خارجي یرغلګرو او داخلي مزدورو عسکرو چي دطیارو له لارې را کوز شوي ول یوه پوره ورځ جګړه وغځیدله او د دښمن ډیری عسکر پکي ووژل شول

چي بیا دوی په سیمه کي وحشت خپور کړ او دعامو خلکو په وهلو، ټکولو ،ازار او اذیت یې لاس پوري کړ کله چي ماخوستن بیرته په طیارو کي پورته کیدل نو یې له عام اولس نه دانتقام په دود دهمدې ښار ګوټي 200دکانونه او یو بار ګین چي پکي 22 موټران ولاړ ول وسو ځول ددې لپاره چي دا وحشتناک عمل وغندل شي او یا کم تر کمه ورباندي هیواد وال او نړیوال خبرشي د BBCاو AP

دځایي څانګو خبر یالانو ته موخبر ور کړ او ورته وویل شول چي ولاړشۍ او دا وحشت را څر ګند کړۍ او ژورنالیستکي مسئولیت مو ادا کړۍ خو له ډیر ځنډ وروسته یې د نه ځواب و وایو او ویې ویل چي موږ ته د دفتر له خوا اجازه را نکړل شوه دنه تګ معذرت غواړو او ځیني نورو بیا ویل چي موږ ته ددولت له لوري ویل شوي چي وسیمې ته ولاړ نشو کنه نو بیا به را سره سخت حساب کیږي

خو موږ هیله کوو چي رسنۍ باید خپله ازادي او خپلواکي وساتي او خپل مسئولیت ادا کړي کنه نو نور به یې پر ځان دخلکو باور لا هم له لاسه ورکړی وي ۰

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند2015/2/16 م ۱۴۳۶/۴/۲۷ هق

Tweet
Share