بسم الله الرحمن الرحیم

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د وروستیو نیونو او ځورونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

1 flag

د تیري یوې میاشتي راهیسي د پاکستان په بیلا بیلو صوبو، په تیره بیا په خیبر پښتونخوا کې د هغه هیواد د مختلفو امنیتي ارګانونو له خوا مسلسل عملیات او تفتیش روان دی.

که څه هم هر هیواد اختیارلري چې د خپلو امنیتي ملحوظاتو لپاره له کوم تبعیض پرته تفتیش تر سره کړي لکن متأسفانه د تیرې یوې میاشتي په دوران کې، په پاکستان کې ډیر هغه مهاجرین نیول شوي او ځورول شوي چې هغه له امنیتي ستونزو سره هیڅ ډول تړاو نلري بلکې د تیرو دریو لسیزو راهیسي په پاکستان کی په سوله ایز ډول اوسیدلي او ډیری یې قانوني اسناد هم لري.

د مطبوعاتي راپورونو له مخي، د پاکستان په مختلفو صوبو کې د نیول شویو افغانانو شمېره زرګونو تنو ته رسیږي او دغه لړۍ همدغه شان لا روانه ده.

باید ووایو د افغانستان او پاکستان ولسونه د اسلامي ورورګلوي، ثقافت او تاریخ په مضبوط مزي له یوه اوبل سره تړلي دي، د دواړو ګاونډیو هیوادونو او ولسونو په ګټه ده چې دغه مزی او پیوند نور هم قوي شي، په تیره بیا په پاکستان کې د ملیونونو افغانانو شتون د ورورګلوي اودوه اړخیزې خواخوږۍ لپاره ښه فضا برابره کړې ده، اوس که هغوئ ته بې ځایه تکلیف ورکول کیږي، دا بیا د ولسونو په مینځ کې عقدې او ستونزې راپیدا کوي، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو او نورو امنیتي کارمندانو د ناوړه چلند مخه ونیسي، کوم مهاجرین چې نیول شوي، ژر تر ژره خوشي شي ترڅو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د نورو افغانانو د بې ځایه نیولو او ځورولو مخنیوی هم یقیني کړي.

د افغانستان اسلامي امارت

۸/۱۴/۱۴۳۶هـ ق

۸/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/1/28م

Tweet
Share