نړیوال خبرونه

په فرانسه کي دمسلمانانو ګوند جوړ شو

په فرانسه کي دديموکراتیکو فرانسوي مسلمانانو دټولني په نوم سياسي ګوند جوړ اوفعاليت يې پيل کړ. دغه ګوند چي موخه يې په فرانسه کي دمسلمانانو دحقونو ساتنه ده دمارچ په میاشت کي به ددې هیواد په سیمه يیزو ټاکنو کي ګډون وکړي. ددغه ګوند په اساس نامه کي راغلي...

سعودي عربستان، دپوځي چورلکي دنسکورېدلو په ترڅ کي ۴ تنه وژل شوي

دسعودي عربستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده، چي په ترڅ کي یې څلور تنه وژل شوي دي. دسعودي چارواکو ویلي، چي یوه چورلکه تیره شپه دعراق پولي ته څېرمه دحفر البطین په سيمه کي دملک خالد پوځي مرکز ته څېرمه نسکوره شوې ده، چي پکي سپاره ټول کسان وژل شوي دي....

هکرانو دامریکا او اروپا له بانکونو څخه تر يوميليارد زیات ډالرايستلي

هکرانو دنړۍ د۳۰ هیوادونو له بانکونو څخه تریوميليارد زیات ډالر ايستلي دي، چي دا دنړۍ ترټولو ستر ه انټرنيټي غلا او جرم بلل شوی. دکيسپرسي امنيتي شرکت و یلي، چي له ۲۰۱۳ کال راهیسي په سائبري جرمونوکي زیاتوالی راغلی دی، چي هکرانو له ۱۰۰ بانکونو او مالي اد...

تازه جزئیات : سرپل کې دبلغلي سیمه او۲نورې مهمې پوستې فتح شوي درنه جګړه دوام لري

  دسرپل ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن مازدیګر ناوخته ماښام مهال دهمدې ولایت مرکز ته څیرمه دبلغلي په سیمه دخیبرعملیاتوپه لړکې داسلامي امارت مجاهدینو ددښمن په مرکزونو سخته جګړه پ...

اسرائیلي اشغالګرو پولیسو فلسطینی ځوان په شهادت رسولی، بل ټپي دي

اسرائیلي نیواکګرو پولیسو دلویديځي غاړي نابلس ښار ته څېرمه یو ۱۶ کلن فلسطینی ځوان په شهادت رسولی دی او یو بل ځوان یې ټپی کړی دی. په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دنابلس په جنوب کي داوصرین کلي په ورودي دروازه کي ولاړو اسرائیلي اشغالګرو پ...

بغلان، ښوونکو درژیم په خلاف مظاهره کړې او دبامیانو لاره یې بنده کړې

دبغلان ولایت دتاله اوبرفک ولسوالۍ ښوونکو دتنخوا دنه ورکولو له امله درژیم په خلاف مظاهره کړې ده او دبامیانو لاره يې تړلې ده. ښوونکو چي شمېر يې تل سلو تنو اوښت نن دتاله او فربک ولسوالۍ په مرکز کي مظاهره وکړه، ښوونکو ویل، چي دلړم او ليندۍ میاشتو تنخواو...

عراق، اسلامي دولت جنګي الوتکه نسکوره کړې

اسلامي دولت ویلي، چي دعراق دپلازمیني په شمال کي يې یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. داسلامي دولت اړوندي رادیو چي له موصل څخه خپریږي ویلي، ددوی دهوايي دفاع ځواکونو دبغداد په شمال دتکریت ښار ته څېرمه یوه جنګي الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده. پ...