بسم الله الرحمن الرحیم

په ليبیادمصري الوتکو په بمباري کي ولسي و ګړي وژل شوي

q121111وروسته ترهغه چي دليبیايوې وسله والي ډلي دمصر دقبطي عيسایانو ۲۱ تنه اعدام کړل، مصر په لیبیابمباري کړې ده.

ددغو قبطیانو تر وژلو وروسته دمصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ګواښ وکړ، چي په لیبیاکي به هغه وسله وال په نښه کړي، چي قبطیان يې وژلي دي، دغه وسله واله ډله چي قبطیان يې وژلي دي ځانونه داسلامي دولت ډلي پوري اړوند بولي.

راپورونه وايي، چي دمصر جنګي الوتکو دليبیاددرنه په ښار بمباري کړې ده، چي په ترڅ کي یې د۳ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددرنه ښار اوسیدونکي وايي، چي دمصر څلورو جنګي الوتکو په درنه ښار کي دوسله والو ډلو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي، چي داسلامي دولت اړوندي ډلي لسګونه کسان يې ټپیان او وژلي دي.

راپورونه وايي، چي دليبیاځینو ډلو له مصري رژیم سره دوسله والو ډلو دځپلو هوکړه ترسره کړې ده، چي له امله يې مصري الوتکو په ليبیابمباري پيل کړې ده.

مصري الوتکو په لیبیاپه داسي مهال بمباري ترسره کړې، چي ددې هیواد په یوشمېر سيمو کي دسیالو ډلو ترمنځ جګړې رواني دي.

تر ټولو سختي جګړې دلیبیاپه دوهم ستر ښار بنغازي کي داسلامي او سيکولرو ډلو ترمنځ له څو میاشتو راهیسي ترسره کیږي.

Tweet
Share