بسم الله الرحمن الرحیم

اسرائيل په ختیځ بیت المقدس کي دفلسطينیان ۲۰ زره کورونه نړوي

a7596afa47479dd6074اسرائیلي اشغالګر رژیم په ختیځ بیت المقدس کي دفلسطينیانو د۲۰ زرو کورونو دنړولو پرېکړه کړې ده.

دبیت المقدس دټولنيزو اواقتصادي حقونو مرکز په خپل تازه بیان کي ویلي، چي اسرائیلي چارواکو په ختيځ بیت المقدس کي دشلو زرو کورونو دنړولو پرېکړه کړې ده.

دیاد مرکز یوه مشر زياد موری ویلي، چي اسرائیلي چارواکو ددغو کورونو دنړولو لپاره دا جواز را ایستلی، چي دغه کورونه داسرائیلو له تعميراتي لائسنس څخه پرته جوړ شوي دي.

دزیاد موري په خبره، چي داسرائیلو له لوري دکورونو دجوړولو لپاره دلائسنس او اجازې اخیستلو شرط ظالمانه اقدام دی، چي غواړي فلسطينیان پرې وځوروي او هغوی ته سزا ورکړي، دنوموړي په خبره، چي د ا ډیره په زړه پوري ده، چي دا شرط په یهودو نه دی کېښول شوی، بلکه هغوی له لائسنس او اجازې پرته کورونه جوړولی شي.

تیره اونۍ اسرائیلي رسنیو خبر ورکړ، چي اسرائیلي اشغالګرو بیت المقدس ته څېرمه ۴ مربع کيلومتره ځمکه قبضه کړې او غواړي چي دیهودو لپاره پرې ابادي جوړه کړي.

دیادوني وړ ده، چي داسرائیلو په هرډول ظلم لويديځ چي ځانونه دبشري حقونو مدعیان ګڼي غلې وي او په هرډول ظلم کي مرسته ورسره کوي او دفلسطينیانو په مقابله کي ورسره همغږي وي.

Tweet
Share