بسم الله الرحمن الرحیم

بدخشان، واوري ښويېدني ۶ تنه وژلي، ۲۰ کورونه يې نړولي

دافغانستان په شمال دبدخشان په و لایت کي دواوري ښويېدني له امله ۶ تنه وژل شوي او شل کورونه نړېدلي دي.

سیمه يیز خلک وايي، چي تیره ورځ دبدخشان ديمګان ولسوالۍ په کلفزار کلي کي دواوري ښويېدني له امله ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چي دوژل شویو کسانو جسدونه له واوري څخه را ایستل شوي نه دي او درا ایستلو لپاره يې کار پیل شوی دی.

دپيښي ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي، چي روغتیايي وضعیت يې دډاډ وړ ښودل شوی دی.

له بله پلوه دیمګان ولسوالۍ په یوه بل کلي خاشدره کي دواوري ښويېدني له امله ۲۰ کورونه تر واوري لاندي شوي او نړېدلي دي.

په خاشدره کي دچا دټپي کېدلو راپور نه دی ورکړل شوی.

سیمه ييز خلک وايي، چي دخاشدرې دکلي اوسیدونکي له کلي وتلي او نورو سیمو ته يې پناه وړې ده.

ویل شوي، چي اوس مهال دیمګان په ګډون دبدخشان د۱۱ ولسوالیواو مرکز ترمنځ لاري دواوري او بارانونو له امله بندي دي.

Tweet
Share