دهلمند دپيښي په غبرګون کي دکابل درژيم په خلاف مظاهره شوې
- تفصيل
- نېټه: پنجشنبه, 01 جنوري 2015 18:34
- لیکوال: احمدظريف
- بـــــرخه: نوري تازه پیښې
دهلمند ولایت سلګونو اوسیدونکو دداخلي عسکرو له لوري د۴۰ تنو ولسي وګړو دشهادت په غبرګون کي مظاهره کړې ده.
مظاهره کونکو دلښکرګاه په ښار کي درژیم په خلاف شعارونه ورکول او دغه عمل یې په کلکو ټکوغندلی دی.
دغه غمیزه چي دسنګین په ساروان کلا سیمه کي تیره شپه رامنځ ته شوه، پکي تر۱۰۰تنوزیات کسان ټپیان او شهیدان شوي دي، زیاتره شهیدان او ټپیان ښځي او ماشومان دي، په پېښه کي زوم اوناوې هم ټپیان شوي دي، یوازي دزوم دکورنۍ ۱۵ تنه په دې عام وژنه کي شهیدان دي.
تیره شپه دسنګین ولسوالۍ دمیان رودي په سیمه کي داخلي عسکرو په هغه کور توپونه او دهاوان بریدونه وکړل، چي دواده مراسم پکي روان وو.
دزوم ورور ملک ویلي، ددوی ټوله کورنۍ ختمه شوې ده، دوستان او قربیان يې هم ډیر شهیدان شوي دي.
لاریون کونکو ویلي، که چیرته ددې پيښي عاملینو ته چي عسکر دي سزا ورنه کړل شي خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
مظاهره کونکو له رسنیو غوښتنه کړې، چي دغه شميري دي وروستۍ نه ښيي، بلکه اوس هم خلک بوخت دي او
دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کي دداخلي عسکرو عام وژني افغانان سخت په غوسه کړي دي.
دیادوني وړ ده، دکابل رژیم له دې سره سره چي دغه پېښه دوی ترسره کړې او دسیمي ټول خلک وايي، چي داخلي عسکرو په یاد کور دتوپونو او هاوان ډزي کړي بیايې هم په ډیره بې شرمانه توګه يوازي دا ویلي، چي دوی به په دې اړه پلټني کوي.
تازه لیکني
- افغانستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کي
- پکتيکا : د جاني خيل د استخباراتو د رئيس معاون ووژل شو
- کاپيسا مرکز کې د پارلمان د وکيل موټر په ماين والوت
- غزني : واغظ کې عسکر مجاهدينو سره يو ځای شوی
- خوست : نادرشاه کوټ کې په ګزمه بريد شوی
- بادغیس : دره بوم کې ددښمن یوموټرویجاړ دومېله یې تخریب شوه
- فاریاب : پشتونکوټ کې اربکی قومندان (سرور) ووژل شو
- بادغیس : مقرکې ۱ اجیرعسکرقتل ۲ نورسخت ژوبل شول
- ننګرهار : پچيراګام کې په سرحدي کنډک بريد شوی
- کابل : سروبي کې له دښمن سره نښته شوې
- لوګر مرکز ته څيرمه ماين د جاسوسي ادارې ۲ کارمندان ووژل
- زابل : شاجوی کې ددښمن په پلي عسکرو دماین چاودنه شوي
- فاریاب : شیرین تګاب کې په رینجرچاودني ۴عسکرقتل ۵ ژوبل کړل
- فاریاب : چهلګزی کې یواجیرعسکرووژل شو
- زابل : اتغرکې ددښمن ۲ رینجر، ۱موټرسایکل ویجاړ ،۲عسکروژل شوي