بسم الله الرحمن الرحیم

فلسطین ،افراطي یهودیانو دفلسطیني کور سوځولی، نښتو کي لسګونه کسان ټپیان شوي

افراطي یهودیانو دلويديځي غاړي الخلیل ښار ته څېرمه دیوه فلسطیني کور سوځولی دی، چي کور ته زیات مالي زیانونه اوښتي، خو په پېښه کي څوک ټپیان شوي نه دي.

افراطي یهودیانو دالخلیل په جنوب کي د یاتا په سیمه کي په يوه کور دبمونو برید وکړ، چي وروسته یې کور ته اور ور واچاوو، دبرید په مهال په دغه فلسطيني کور کي د۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه موجود وو.

فلسطيني چارواکو ديهودیانو دغه جنایت غندلی دی.

راپورونه وايي، نن چهارشنبه ماښام مهال دلویديځي غاړي دالخلیل په جنوب کي دفلسطینیانو او اشغالګرو پولیسو ترمنځ نښتي شوي دي، چي لسګونه فلسطینیان پکي ټپیان شوي دي.

له سیمي څخه عیني شاهدانو فلسطیني رسنیو ته ویلي، چي دطبقة په کلي کي داسرائیلي اشغالګرو پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ نن ماښام نښتي شوي، اسرائیلو په فلسطینیانو مرمۍ او مسموم کونکی غاز کارولی دی، چي لسګونه کسان یې ټپیان کړي دي.

په لويدیځه غاړه کي له تیرو څو میاشتو راهیسي داسرائيلو ظلمونه زیات شوي، هره ورځ لسګونه کسان زندانونو ته بیايي او په سیمه کي یې سخت وحشت خپور کړی دی.

Tweet
Share