دګوانتانامو له زندان څخه پنځه تنه نور زندانیان خوشي شوي
- تفصيل
- نېټه: چار شنبه, 31 دیسمبر 2014 18:37
- لیکوال: احمدظريف
- بـــــرخه: نوري تازه پیښې
دامریکاله ترټولو بدنام زندان ګوانتانامو څځه پنځه تنه نور بې ګناه زندانیان خوشي شوي او قزاقستان ته ليږدول شوي دي.
په خوشي شویو زندانیانو کي درې دیمن او دوه دتونس هیواد وګړي دي.
دغه زندانیان ۱۱ کاله دګوانتانامو په وحشي زندان کي بې له محاکمې ساتل شوي او په دې اوږده موده کي کوم تور نه دی پرې لګېدلی.
دامریکاددفاع وزارت ویلي، چي ددوی دخوشي کېدلو پرېکړه له ۲۰۱۰ کال څخه وړاندي شوې وه، خو دخوشي کېدلو په پرېکړه برسېره تراوسه په زندان کي ساتل شوي دي.
ددغو پنځو تنو له خوشي کېدلو سره په ګوانتانامو زندان کي دزندانیانو شمېر اوس ۱۲۷ تنه دی.
دامریکاددفاع وزارت ویاند مايلرکېګينز ویلي، چي دغه زندانیان ديوې امریکايي پوځي الوتکي په مټ دقزاقستان هیواد ته ليږدول شوي دي او نن سهار په ځايي وخت هلته رسيدلي دي.
دامریکاددفاع وزارت ویلي، چي دغه زندانیان یې دقزاقستان له هیواد سره دیوې موافقې په ترڅ کي دغه هیواد ته انتقال کړي دي.
دغه زندانیان به دخپلو هیوادونو په ځای دقزاقستان په هيواد کي ژوند کوي.
دديسمبر میاشتي په ۲۰ نېټه څلور تنه افغانان هم له ګوانتانامو زندان څخه خوشي کړای شول او دکابل رژیم ته تسلیم کړای شول، چي وروسته له خپلو کورونو سره یوځای شول.
ددیسمبر میاشتي په ۷ نېټه ۶ تنه نور زندانیان له ګوانتانامو څخه خوشي کړای شول او داوروګوای هیواد ته وليږدول شول او داوروګوای هیواد داوسیدلولپاره دهغوی کوربه توب ومانو.
دامریکاددفاع وزارت ویلي، دغه زندانیان دبارک اوباما دهغې وعدې په بنسټ خوشي شوي، چي دګوانتانامو زندان دتړلو په اړه يې کړې وه.
خو لاتراوسه اوباما دګوانتانامو زندان دتړلو په اړه خپله وعده بشپړه کړې نه ده، ځکه اوس مهال هم په دغه زندان کي ۱۲۷ تنه زندانیان موجود دي.
تازه لیکني
- افغانستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کي
- پکتيکا : د جاني خيل د استخباراتو د رئيس معاون ووژل شو
- کاپيسا مرکز کې د پارلمان د وکيل موټر په ماين والوت
- غزني : واغظ کې عسکر مجاهدينو سره يو ځای شوی
- خوست : نادرشاه کوټ کې په ګزمه بريد شوی
- بادغیس : دره بوم کې ددښمن یوموټرویجاړ دومېله یې تخریب شوه
- فاریاب : پشتونکوټ کې اربکی قومندان (سرور) ووژل شو
- بادغیس : مقرکې ۱ اجیرعسکرقتل ۲ نورسخت ژوبل شول
- ننګرهار : پچيراګام کې په سرحدي کنډک بريد شوی
- کابل : سروبي کې له دښمن سره نښته شوې
- لوګر مرکز ته څيرمه ماين د جاسوسي ادارې ۲ کارمندان ووژل
- زابل : شاجوی کې ددښمن په پلي عسکرو دماین چاودنه شوي
- فاریاب : شیرین تګاب کې په رینجرچاودني ۴عسکرقتل ۵ ژوبل کړل
- فاریاب : چهلګزی کې یواجیرعسکرووژل شو
- زابل : اتغرکې ددښمن ۲ رینجر، ۱موټرسایکل ویجاړ ،۲عسکروژل شوي