بسم الله الرحمن الرحیم

کونړ : ناړۍ کې په عسکرو او پوستو بريدونه شوي

په کونړ ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي په ناړۍ ولسوالۍ کې يې د دښمن په عسکرو او پوستو بريدونه ترسره کړل.

د راکړل شوي خبر په اساس مجاهدينو نن مازديګر ۴ بجې په شيرګل سيمه کې د دښمن په هغو عسکرو بريد وکړ چې د ناړۍ او غازي اباد تر منځ لاره چې د دوی پرمخ تړل شوي، د خلاصولو په موخه راغلي وو، دغه راز يې په زنګربوشي او غويانوګټ سيمو کې د دښمن په پوستو هم بريدونه ترسره کړل.

په بريدونو کې دښمن ته مالي او ځاني تلفات اوښتي اما په هکله يې تر اوسه پوري دقيق معلومات نشته.

2015-02-16

Tweet
Share