بسم الله الرحمن الرحیم

لیکني

مورې ! ــ هنر


مورې موږ  ددې وړ نه یو
مورې خپل  قلم دې یوسه
موږ وطن  اغزی اغزی کړ
مورې ګل قلم دې یوسه 

مورې ويې  ساته بخچې کې
مورې بل زوی ته یې ورکړه
چې دده  په قدر پوي شي
داسې خپل  زوی ته یې ورکړه 

مورې اوس  ها وطن ندی
موري تا چې ولیدلی
مورې دلته اوس پردی دی
مورې موږ  بېرته بایللی

مورې دا تپوس ترې وکړه
د ملالي  شال یې څه کړ
مورې ته نه شوې خبره؟
هغه ستي  مډال يې څه کړ 

مورې تا پوښتنه وکړه
ستا وطن  کې څه حالت دی
پلار او زوی سره بېزاره
هره ورځ  قیامت قیامت دی 

مورې دا تپوس ترې وکړه
ستا زامن یې چیرته وړي
مرګ او ژوند یې زولنو کې
غیرتمن  یې چیرته وړي 

مورې ستا  پتمنې لوڼې
اوس بګرام  کې دي بندیانې
څه چې پاتې دي ژړیږي
د غم دام  کې دي بندیانې

مورې راشه کندهار ته
پنجوايي کې څه تیریږي
ماشومان د  برچو ښکار شول
ورنه سرې  وینې بهیږي 

مورې خدای که دروغ وایم
ټول وطن  زخمي زخمي دی
په هر ځای  کې اور بلیږي
هر یو تن زخمي زخمي دی 

مورې ځه الله دې مل شه
خپل قلم  درسره واخله
په تحفه کې زموږ اوښکې
او زموږ غم درسره واخله

 

 

یادونه: دا شعر د افغانستان د خپلواکۍ قلم ته لیکل شوی چې حامد کرزی ته پداسې حال کې ورکړل شو چې خپله ولسمشر او ټول ملت پوهېدی چې موږ تر بل هر وخت بې واکه یو . عبدالمنان  هنر – زابل 

 

Tweet
Share