د شهیدقوماندان ملا محمد رحیم خلیل ژوند ته لنډه کتنه
- تفصيل
- نېټه: یک شنبه, 01 فروري 2015 08:59
- لیکوال: زلمی افغان
- بـــــرخه: شهیدان
اتل او قهرمان شهید قوماندان ملا محمد رحیم خلیل د مرحوم ملا نور محمد زوی او د شهید حافظ عبدالعزیز زلمي مشر ورور د غزني د قره باغ ولسوالي د سرپورست کلي اصلي اوسېدونکی ، له نن څخه شاوخوا ۳۵کاله مخکې يې د کندز په اشکمش ولسوالي کې دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې.
داتل شهید ملا محمد رحیم خلیل ژوند واقعا له لوړو ژورو ، خوږو او ترخو، حماسو، قربانیو ، سرښندونو، فداکاریو ، اتلولیو او شهکاریو ډک او یو حماسي داستان ته ورته دی.
له کله مې چې د شهید د شهادت خبر تر لاسه کړی او بیا په دې تکل کې شوی یم، چې د نوموړي شهید د ژوند، خاطرو او کارنامو په هکله لنډ معلومات را ټول او ترتاسو درنو لوستونکو در ورسوم، نو باور وکړئ، تر ډيرې مودې هېڅ د دې توان او دمه را کې نه وه، چې داسې څه وکړم،ځکه یو خو د هغه سرلوړي او اتلوال ژوند د حد اقل انځورولو او معرفي کولو لپاره الفاظ نه ول او بل دا چې د نوموړي شهادت خبر اوس هم را ته د نه منلو غوندې دی.
په هر حال! غواړم په مختصره توګه د غازي او قهرمان شهید خلیل د ژوند د بېلابېلو پړاونو په باب ستاسو په محترم کې حضور کې لنډ معلومات وړاندې کړم.
الف- کورنی ژوند:
اتل شهید قوماندان ملا محمد رحیم ، چې د جهادي فعالیت په ډګر کې يې مستعار نومونه لومړی تائب،بیا عارف او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خلیل و، په یوې داسې کورنۍ کې زېږیدلی، چې اقتصادي وضعیت یې چندان خوندور نه و؛ خو بیا هم د مرحوم پلار او کورني دیانت د تشویق او هڅونې په برکت د طفولیت له مرحلې سمدستې وروسته د علم په طلب پسې کوڅه په کوڅه ، کلي په کلي ، حجره په حجره او آن ولایت په ولایت وګرځېد.
نوموړی د ژوند تر پایه مختلو مشکلاتو ته ونه کتل، او د کشر ورور قوماندان شهید زلمي سره یې اوږه په اوږه د جهاد، درس او واقعي خدمت لاره ځان ته غوره کړه.
د نوموړي کشر ورور شهید قاري عبدالعزیز زلمی هم د خپل وخت یو نامتو ، زړه ور او غښتلی مجاهد او سرګروپ و،چې د ده تر شهادت پنځه یا شپږ کاله مخکې د پياوړي قوماندان شهید ابو منصور (هغه څوک چې تر ټولو ستره او بې ساري کارنامه ، د ۲۳ تنو کوریایانو نېونه یې ترسره کړې وه.) تر قیادت لاندې له صلیبي یرغلګرو او د هغوی له غلامانو سره تر زیاتو جګړو او حملو وروسته د دښمن په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت رسېدلی و.
ب- زده کړې:
شهید قوماندان خلیل لومړنۍ او ابتدايي دیني زده کړې د خپلې سېمي تر څنګ د غزني په نورو سېمو لکه شلګر او د هېواد په دوو نورو ولایتونو کندز او لغمان کې په مختلفو استادانو او علماء کرامو سرته ورسولې.
همدارنګه متوسط دیني کتابونه یې د روان مقدس جهاد د ژمنیو فرصتونو او تعطیلاتو نه په استفادې په وقفه یې شکل د هجرت په دیار کې په مختلفو استادانو لکه شیخ الحدیث مولوي عبدلروف صاحب، شهید مولوي عبدالوهاب صاحب او مولوي عبدالحبیب صاحب او همدارنګه د تجوید او قرأت نېمګړې دوره باندې وویل.
همدارنګه یې د جهادي وضعې او اوسنیو ایجاباتو ته په پام سره، د ډېرو مشکلاتو په زغملو په مختلفو سېمو کې کافي نظامي زده کړې او تجربې هم ترلاسه کړې.
د شهید خلیل د درس او حجرې ملګري نوموړی د طالبي پر مهال یو ځېرک،حیاء ناک، متقي ، خادم او د استادانو نهایت زیات احترام کوونکی کس بولي.
ج- دندې او مسؤلیتونه:
اتل او غازي شهیدخلیل که څه هم په افغانستان کې د شر او فساد د لنډغرو پر ضد د طالبانو د اسلامي تحریک د را پاڅېدلو پر مهال کشر طالب و، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ او بیا تر سقوط پورې د امارت د یوه فداکار سپاهي په توګه په مختلفو تشکیلونو کې په داسې حال کې برخه اخیسته، چې له عمره خورا کشر او تنکی ځوان و او څو ځله د مشرانو له لورې د عمر د ټيټوالي په وجه بېرته کور ته استول شوی؛ خو له جهاد سره د مینې او له دې جهادي صف سره د اخلاص او متعهدې ملګرتیا په سبب وتوانېده، چې د امارت د سیمه یېزو مشرانو توجه او اعتماد ځانته را جلب کړي.
همدا وو، چې لغمان ته ولاړ او هلته یې د وخت د والي ملا محمد اسحق اخندازده په امر او د نومیالي قوماندان ملا محمد یقعوب عاصم (حفظه الله) تر مشرۍ لاندې په قطعه منتظره کې د دغې قطعې د مالي مسؤل په توګه د امریکا په مشرۍ د صلیبي ټلوالې د بې رحمانه یرغل او د اسلامي امارت د واکمنۍ تر سقوط پورې په پوره امانتدارۍ او صداقت سره دنده او خدمت اجرا کړ.
د- د اشغال پر ضد په روان مقدس جهاد کې:
کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال صلیبي ایتلاف له نن څخه دیارلس کاله مخکې د افغانستان په سپېڅلي حریم تېری وکړ، اتل شهید خلیل د اسلامي امارت د یوه سرسپارلي مجاهد په توګه په قراره کېنناست، بلکې د ځينو خاصو مجبوریتو له کبله د را منځته شوې لنډې وقفې وروسته يې په ۱۳۸۴ش کال کې د لومړنیو نمایشي انتخاباتو په ورځ هم په انفرادي توګه له خپلو محدودو همرازو ملګرو سره په پټه او تش لاس څو ځلې پر خارجیانو او کورنیو اجیرانو د انفجاراتو هڅې وکړې، خو دا چې له یوې خوا ماینونه ډېر پخواني او زنګوهلي او له بلې خوا دوی په خورا ابتدايي حالت کې قرار درلود ؛ نو ځکه په سېمه کې د انتخاباتي پروسې په ګډوډولو ډېر بریالي نشول.
خو له دې وروسته یې ورو ورو د خپلو مشرانو او مخلصو ملګرو په را ټولولو او جهاد ته په ترغیبولو پیل وکړ، چې لله الحمد په ډېره لنډه موده کې داسې بریالی وخوت، چې په ډېرو کمو امکاناتو د دښمن پر وړاندې یو غښتلی او قوي صف جوړ او منسجم کړي او په همدې مفکوره لسګونه نور بااحساسه ځوانان وروزي او د مقابلې میدان ته را وړاندې کړي.
هـ- لاسته راوړنې او ځانګړې کارنامې:
قهرمان شهید خلیل د خپل مبتکر فکر او ذکاوت په مټ او خپلو مشرانو ملګرو په مشوره او اجازه د جهاد په اوایلو کې د تعرضي ، تهاجمي او کمین بریدونو پر ځای زیات تمرکز په انفجاراتو وکړ او د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو ، خصوصا د کابل کندهار په لویه لار يې د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو لسګونه زغروال ټانګونه، شوبلې او ټانګو د ماینونو خوراک او پکې سپاره سلګونه عسکر د جهنم کندو ته ولېږل.
د شهید خلیل مجاهدین ملګري وايي، چې نوموړي به همېشه د انفجاراتو په وخت کې د موادو د ځای پر ځای کولو او اماده کولو کار په خپله تر نظر تېراوو، ترڅو خدای مه کړه د ملګرو د متضرر کېدا او ځاني تلفاتو باعث نشي، خو ... قسمت بل ډول شو.
نوموړی د ولایت په کچه د چاودېدونکي توکو د استاد او ماهر په توګه پېژندل کېده او سلګونه مجاهدین یې روزلي. د نوموړي د همدې مهارت له کبله د مورچل مجلې د شپږم کال په درېیمه ګڼه کې ورسره په دې اړوند مرکه هم ترسره شوې او پر خپل لاس د ترسره کړیو انفجاراتو زیاتره صحنې يې د الاماره جهادي سټوډیو په ۴۲ شماره اصدار کې ،چې (د حماسو ډګر) نومېږي، ثبت او نشر ته سپارل شوي دي.
و- خصوصیات، عادات او قربانۍ:
شهید قومندان ملا محمد رحیم خلیل (تقبله الله) تل د الهي فرمودې (أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِرُحَمَاء بَيْنَهُمْ)په اساس چلند غوره کړی و. ده ته الله تعالی د نورو غوره صفاتو تر څنګ د قیادت خصوصیات ژور او عمیق فکر، پوخ تدبیر ، سیاسي شعور، له ولس سره نرم چلند او نور رنګارنګ ځانګړتیاوې ورکړې وي.
هغه به تل ملګرو ته له اولس سره د نرم او ښه سلوک ، د دیني شعایرو ، مشرانو ، علماء کرامو، سپين ږېرو او قومي مخورو ته د احترام او ارزښتونو او عرفونو ته د درناوي توصیه کوله.
همدارنګه د مجاهدینو تر منځ د نفاق ، ډله او ډلبازۍ ، غیبت ، تخریب او نورو ناوړه خصلتونو سخت مخالف او تل به يې خپل ماتحت مجاهدین له داسې کارونو منع کول.
دا چې فداکاري او له قربانۍ سره مینه د شهید په فطرت کې اخږل شوې وه، نو د ځينو سطحي ټپونو سربېره دوه ځله د دښمن په مخامخ بریدونو او په وروستي ځل تر شهادت څلور میاشتې مخکې د ۱۳۹۳هـ،ل کال د جعلي او نمایشي انتخاباتو د دوهم پړاو په دوهمه ورځ د قهرمان شهید فتح الله په شمول د اوو تنو قهرمانو ملګرو سره یو ځای د امریکايي بې بېلوټه الوتکو تر وحشیانه بمبار لاندې راغی، چې نور ملګري ترې شهیدان او یوازې دی په سخت ټپي حالت کې ترې ژوندی پاته شو.
زما تر سترګو اوس هم هغه شېبه ګرځي، چې له دې واقعې نه وروسته به یې د دغو شهیدانو د یادولو په وخت کې سخت افسوس او ارمان کاوو او ویل به یې چې کاش! یا ټول ټپيان شوي وای او یا ټول یو ځای شهیدان شوی وای...
ز- جهادي چارې او جهادي مسؤلیت:
لکه مخکې چې مو ذکر وکړ، د اتل شهید خلیل (تقبله الله) جهادي ژوند د الله تعالی په فضل ګام په ګام له فتحو، نصرتونو او لاسته راوړنو سره مل و.
په همدې اساس په تېرو څو کلونو کې د ولسوالۍ د مختلفو محترمو نظامي مسؤلینو له لورې بار بار د سرپرست نظامي مسؤل په توګه پاته شوی ، چې له ښه بخته د مسؤلیت پر مهال اکثره خلک، مشران او کشران ترې خوښ او راضي وو.
همداشان د روان کال په لومړیو کې د ولسوالۍ د نظامي مسؤل او دلګۍ مشرانو په مشوره غوښتنه ترې وشوه، چې له وحشي اربکیانو نه د قره باغ ولسوالۍ د پورته سېمو د خلاصون لپاره یو قوي پلان طرحه او عملي کړي. همداوو ، چې په ډېره لنډه موده کې د زیات شمېرو سرښندونکو مجاهدینو په پوره همکاري په دې وتوانېد، چې یاده سېمه د مجاهدینو تر نفوذ لاندې راولي او په تدریج سره د اربکیانو کرغېړنه لمنه ور ټوله کړې. دلته به د مثال په توګه د قبرغې، میره کو،اکبر خان کلا او نورې پوستې یادې کړو، چې لله الحمد د شهید خلیل په مشرۍ او د سیمې د ټولو مجاهدینو په همغږۍ او همکارۍ سره یو په بل پسې فتحه شوې.
همداراز شهید خلیل (تقبله الله) د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د خالد بن ولید (رض)د جهادي دلګۍ د مرستیال په توګه خدمت وکړ. نوموړي به د جهاد تر څنګ دعوت ته هم ادامه ورکوله هغه تر خپل شهادت فقط یوه اونۍ وړاندې د محمد حنیف په نوم یو بااحساسه ورور د دښمن له صف نه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای کړ.
شهادت:
د افغان خاورې دغه اتل او حماسه ساز بچی د روان ۱۳۹۳کال د میزان د میاشتې پر ۳۰مه، چې د ۲۰۱۴م کال د اکتوبرمیاشتي له ۲۴نيټې سره سمون خوري، د چارشنبې په ماښام د اتو بجو شاوخوا کې په د ځمکني ماین د خښولو پر مهال د شهادت جام نوش او د جنت په لور ابدي سفر پيل کړ.
انا لله و انا الیه راجعون
د اسلامي ځلانده تاریخ له پاڼو څخه په استناد سره ویلای شو، چې دا دین، دا امت او دا په جهاد او ازادۍ مین ولس که په هر وخت کې خپل اتلان او مخکښ مشران له لاسه ورکړي،خو ډېر ژر دا تشه الله تعالی په داسې چا بېرته ډکه کړې، چې انساني توقعات ترې عاجز دي.
الله رب العزت دې د دغو او ټولو قهرمانانو شهیدانو تشه ژر تر ژره ډکه او غوره نعم البدل را عطا کړي. آمین ثم آمین!
د ټولو شهیدانو روحونه دې ښاد، لاره روښانه، لارویان ډېر او یاد تل تر تله ژوندی لري.
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
تازه لیکني
- کندز : امام صاحب کې ۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
- د لغمان په قرغيو کې په پوسته بريد وشو
- مرکزي بغلان کې د دښمن رينجر وسوزول شو
- له شرابیانو وروسته اوس چرسیان په هلمند بخت ازمویي
- کندهار: میوندکې دقومندان په شمول ۶ اربکیان قتل ګڼ مهمات غنیمت شول
- ننګر ها ر : بټي کوټ کې په پوسته بريد شوی
- هلمند: سنګین کې شوبله ویجاړه ، ۳عسکرقتل یوټپي شو
- هلمند: سنګین په جګړه کې ۵ګوډاګیان قتل ۲ ژوبل شول
- دهلمند ولایت په مالمندکي دغلامې ادارې پراشوټي اوباشانودملکي خلکو200دکانونه اودیوه بارګین 22موټران وسوځول
- سرپل کې دګوډاګیانوشکست ، یوټانک یورینجرویجاړګڼ مهمات غنیمت شوي
- کونړ : مروره کې مزدور عسکر ووژل شو
- ننګرهار : خېوه کې په پوسته بريد وشو
- غازي اباد کې ۱ موټر ويجاړ او ۲ عسکر ټپيان شول
- کونړ : ناړۍ کې په عسکرو او پوستو بريدونه شوي
- فاریاب : چهلګزي کې موټرویجاړ یوګوډاګی ووژل شو