بسم الله الرحمن الرحیم

د شهید قاري فیض محمد سجاد ( رحمه الله ) ژوند ته کتنه

roseښکلي ښکلي خلک

دنیا د ازمېیښت ډګر دی ، الله تعالی بې شمیره مخلوقات پیدا کړي ، چې ددې مخلوقاتو له جملې مهتم بالشأن یي مکلف مخلوق یا انسانان دي ، دانسان مکلفیت دادی چې دالله تعالی له احکامو سره موافق ژوند وکړي ، ترڅو دالله تعالی رضاء ترلاسه کړي او دالله تعالی محب او محبوب وګرځي .

د نبوي احادیثو له مخې د انسانانو ترمنځ غوره هغه څوک دی چې دالله تعالی له مخلوق سره ښه او له دیانته ډکه رویه ولري ،امام بیهقي رحمه الله یو حدیث روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : الخلق عیال الله فاحب الخلق الی الله من احسن الی عیاله .

خلک دالله تعالی داولاد په منزله دي ، په خلکو کې الله تعالی ته محبوب هغه څوک دی چې د الله تعالی له عیال / خلکو سره ښه / نیکي کوونکی وي .

ددې حدیث په استناد کوم څوک چې دعامو مسلمانانو په قضاوت کې ښه بلل کیږي ، هرڅوک یي صفت کوی او دنیکۍ یادونه یي کوي ، څوک ترې شکایت او بده خاطره نلري ، بلکې خپل او پردي ټول ترې خوشاله وي ، دلوړ نبوي حدیث په استناد دداسې کس په اړه ویلای شو ، چې الله تعالی ته مقبول او قریب انسان دی ، ځکه دالله تعالی مخلوق چې له چا څخه راضي شو ، نو همدا دالله تعالی دراضي کیدلو په معنی دی .

نن چې موږ دکوم چا په اړه بحث کوو ، دا هم دهغو بختورو انسانانو له جملې څخه دی ، چې الله تعالی ورباندې لوړیاد شوی صفت پیرزو کړی دی ، قاري فیض محمدسجاد ، دجهادي مخکښانو په ډله کې یو دهغو کسانو له جملې څخه دی ، چې هیڅوک ترې بده خاطره نلري ، دکورنۍ غړي یې ، دجهاد او مدرسې ملګري یې ، دزندان او سفر انډیوالان یې او حتی له فکري لحاظه مخالف کسان یې ټول په ښه خوله یادوي ، ټول یې یوازې دحسن خلق یادونه کوي ، هغه حسن خلق چې داسلام له نظره د سړیتوب او مروت معیار بلل کیږي ، د اسلام له نظره دانسان تول په همدې ترازو کیږي هغه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایي : ولا حسب کحسن الخلق . .د نیکو اخلاقو په شان بل شرف یا دافتخار وړ شی نشته . . رواه البیهقي .

قاري فیض محمد سجاد

قاري فیض محمد سجاد د ایمانداد زوی د ملا عبدالوهاب لمسی په قوم پښتون / اڅکزی په ۱۳۸۵ هـ ق کال چې له ۱۹۶۵ میلادي سره سمون خوري د کندهار ولایت د تخته پُل ولسوالی په ملاید کلي کې دنیا ته سترګې وغړولې .

په کوچنیوالي کې دمور او پلار په خدمت او د کښت او مالدارۍ په چارو کې له خپل والد صاحب سره مصروف وو ، چې یو څه ستر شو ، نودیني زده کړې یې پیل کړې ، ابتدائي تعلیم یي په خپل اصلي ټاټوبي کې ترسره کړ ، او وروسته یې ددیني علم په حصول پسې د افغانستان او پاکستان مختلفو سیمو ته سفر وکړ .

ډیری دیني کتابونه یي دپاکستان په کوټه ، پیښور او لاهور کې په مختلفو دیني مدارسو کې ولوستل ، د قرآن کریم دقرأت او تجوید علم یې په لاهور کې ترلاسه کړ ، کله چې دکمونیزم په خلاف جهاد بریالی شو او هیواد له کمونیستانو ازاد شو قاري فیض محمد سجاد صاحب د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې دیني زده کړې پیل کړې ، د علمي سفر په دې ټوله دوره کې نوموړي مروج فنون خلاص کړل خو دنبوي احادیثو دوره یې لا نه وه کړې چې په افغانستان کې دطالبانو اسلامي پاڅون پیل شو ، چې په دې سره له نوموړي څخه خپلې دیني زده کړې په نیمایي کې پاته شوې .

جهاد او په اسلامي امارت کې خدمتونه

هغه مهال چې قاري فیض محمد صاحب نوی ځوان وو په افغانستان کې دکمونیزم په خلاف مسلح جهاد روان وو ، نوموړي په تانده ځوانۍ کې لومړی ځل په کندهار کې دکمونیستانو په خلاف په مختلفو جګړو کې شرکت وکړ ، له دې جملې یوه مهمه جګړه د زابل او کندهار دلویې لارې په اوږدو کې د کمونیست رژیم دجبار ملیشې سره تاریخي جګړه وه چې په نتیجه کې یې دغه ملیشه په بشپړ ډول له منځه لاړه ، قاري صاحب په دې جګړه کې دیوه فعال مجاهد په حیث برخوال وو .

د کمونیستي نظام له سقوط وروسته قاري صاحب وسله په ځمکه کیښوده او دکندهار په خاکریز کې یي دیني زده کړې پیل کړې ، مګر کله چې په تنظیمي دوره کې فساد او ګډوډي اوج ته ورسیده ، او واقعي مجاهدین یې د ټوپکي مفسدینو په خلاف پاڅون ته اړ کړل ، قاري صاحب دهغو محدودو مجاهدینو له جملې څخه وو ، چې دکندهار په میوند کې یې په لومړي ځل دملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ ، دطالبانو داسلامي تحریک بنسټ یي کیښود او په تدریج سره یې کندهار ولایت اووروسته درست افغانستان د داړه مارانو او پاټکیانو له منګولو خلاص کړ .

د کندهار په ژړۍ کې چې د صالح قومندان په نامه دیوه محلي مفسد په خلاف طالبانو لومړنی جنګ وکړ قاري صاحب په کې برخوال وو ، چې د قومندان صالح له تیښتې وروسته په همدې سیمه کې د طالبانو د محلي مرکز مشري قاري صاحب ته وسپارل شوه ، کله چې طالبانو دکندهار باغ پُل سیمه ونیوله ، د باغ پُل په سیمه کې د جهادي طالبانو د مرکز مسؤلیت ورته وسپارل شو .

د کندهار له فتحې وروسته چې طالبانو زابل او غزني ولایات هم ونیول او دمیدان وردګو ولایت ته ورسیدل ، دغه مهال قاری فیض محمد سجاد د ملامحمد عمر مجاهد په امر د ۳۲ مجاهدینو په مشري میدان وردګو ولایت ته ولیږل شو ، په دې سیمه کې نوموړي نه یوازې د میدان ښار او دکابل دچهاراسیاب په جبهاتوکې په جګړو کې برخه اخیسته بلکې څه موده یي د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ولسوال په حیث هم خدمت ترسره کړ .

د سید اباد مثالي ولسوال

قاري فیض محمد صاحب په ۱۴۱۶ هـ ق کال کې د ۸ میاشتو لپاره د وردګو ولایت دسیداباد دولسوال په حیث پاته شو ، خو په دې ۸ میاشتو کې یې هلته داسې کردار ترسره کړ ، چې تراوسه یې نیک یادونه پاته دي .

دا هغه مرحله وه چې افغانستان له سختې ګډوډۍ او بې نظمۍ څخه د راوتلو په حالت کې وو ، دطالبانو تحریک چې نوی یې د سیاست او حکومت دارۍ په عرصه ګام ایښی وو ، د اوس غوندې منظم نه وو او نه یي تشکیلات دومره چوکاټ ته لویدلي وو ، خو له ټولو مشکلاتو سره سره قاري صاحب په سیداباد کې دعدل او انصاف یوه مثالي اداره رامنځته کړه ، د عام اولس داسې رضایت او اعتماد یې تر لاسه کړ ، چې تراوسه پورې دهمدې سیمو اولس په خورا اخلاص او کلک اعتماد دخپلو طالبانو وروڼو ترڅنګ ولاړ دي .

مولوي حیات الله چې هغه مهال له قاري صاحب سره یوځای اوسیده ، وایي چې دقاري صاحب د ولسوالۍ په وخت کې د قومندان مسلم په نامه دحزب اسلامي یو قومندان چې پخوا دطالبانو مخالف پاته شوی وو ، دنوموړي دښې ګوزارې له امله په خپله سیمه کې ازاد اوسیده ، دغه راز یې نه په یاد کیږي چې قاري صاحب دې کوم څوک که څه هم مخالف به وو وهلی ، توهین کړی او یا هم بې آبه کړی وي او حتی خپلو هغه ملګرو ته یې عتاب ورکاوو چې له چا سره به یې بد چلند کړی وو .

مولوي حیات الله وایي یو ورځ زه او ملا فضل باري د سیداباد یوه قومندان ته چې پخوا له موږ سره مخالف وو ورغلو ، او ورته ومو ویل چې موږ ته راپور راغلی چې تا دمجاهدینو موټر او نور وسائل پټ کړي دي ، چې باید موږ ته یې راوسپارې .

کله چې موږ بیرته راتلو نو دغه قومندان قاري صاحب ته راغلی وو او دغه کیسه یي ورته کړې وه ، کله چې موږ راغلو قاري صاحب ډیر خپه وو او موږ ته یې خوشکې وکړې ، چې تاسو ولې په خپل سر داسې غلط کارونه کوئ ، تاسو کشران پرون له مدرسو څخه راپورته شوئ ، الله تعالی یو فرصت درکړ اوس نه مجاهد ګورئ نه مشر او په بې احترامۍ ورسره حسابونه کوئ ، تاسو دغه پخواني مجاهدین او قومندانان باید وپیژنئ ، دوی داسلام لپاره دومره ستر خدمت کړی چې مثال یي نشته ، دوی د خپل همت او ایمان په زور د شوروي غوندې خدای دښمنه طاغوت ته شکست ورکړی ، د دوی قدر او منزلت باید وپیژنئ ، له دوی سره که موټر وي ، خو په خپل غیرت به یې په غنیمت کې ګټلی وي ، ستاسو څه مجبوریت دی چې په خپل سر له خلکو سره حسابونه کوئ .

مولوي حیات الله وایي د قومندان مسلم په نوم یو قومندان چې پخوا دطالبانو سخت مخالف وو او اوس بیا دکرزي په حکومت کې دسیداباد ولسوال دی هغه وخت دقاري صاحب دنیک چلند څخه دومره متاثره شوی وو ، چې نور خلک به یې دطالبانو صف ته دعوتول ، او حتی د وردګو په جلګه ولسوالۍ کې یې په یوه غونډه کې خلکو ته دطالبانو په پلوۍ تقریر وکړ .

د قاري صاحب د ښې حکومت دارۍ یو ښه مثال دافغانستان دوتلي لیکوال احسان الله آرینزي هغه لیکنه ده چې په ۱۳۷۴ هـ ش کال د حوت په ۲۱ مه د شریعت اونیزې په پرلپسې ۱۲ مه ګڼه کې چاپ شوې ، ددې لیکنې عنوان دی ( دسیداباد په شرعي محکمه کې دیوې حقوقي دعوی خلاصول ) د احسان الله آرینزي پلار په سیداباد کې له حاجي خلیل نومي کس څخه یوچارک ځمکه پخوا اخیستي خو وروسته حاجي خلیل دتنظیمي بالادستي له امله بیرته ترې ګرځولې او پوره لس کاله یې په ظلم کرلې ریبلې ده ، کله چې په سیداباد کې قاري فیض محمد ولسوال شوی احسان الله آرینزي خپل شکایت قاري صاحب ته کړی او هغه داسنادو دلیدلو ، پوښتنو او تصفیې څخه وروسته دمحکمې له لارې په څو ورځو کې دعوه حل او فصل کړې ، او ځمکه یې له لس کلن غصب وروسته بیرته خپل اصلي مالک ته سپارلې .

دا پیښه وتلي لیکوال احسان الله آرینزي ډیره په دلچسپه بڼه بیان کړې ، قاري صاحب یې یو آرام سړی بللی چې دعارضینو خبرې یې په ډیر حوصله ترپایه اوریدې ، نوموړی په پای کې وایي : دلته باید دا په ډاګه کړم چې دسیداباد ولسوالي دطالبانو په وخت کې له څوکاله رکود وروسته بیا فعاله شوه ، که څه هم په شعباتو کې قالینې ، ښکلي میزونه ، موبل او فرنیچر موجود نه وو ، خو ډیره تقوی موجوده وه ، ما دخپلې دعوی په جریان کې په سلګونو کسان هلته ولیدل چې دخپلو کارونو داجراء یا دخپلو حقوقي او جزائي دعواګانو د حل او فصل لپاره په شعباتو کې ګرځیدل که څه هم دکارونو اجراء وخت نیوه ، او زیات تګ راتګ خلک پریشانه کوي ، خو هیچا د دوه افغانیو د رشوت خبره راته ونه کړه ، له مراجعینو سره دمامورینو پیش آمد ښه او دواسطې ، پیسو او زور قصه بیخي ختمه شوې وه .

د جهادي مدرسې مهتمم

د وردګو ولایت په سیدابادکې له ۸ میاشتې خدمت څخه وروسته د عالیقدرامیرالمؤمنین په امر قاري فیض محمد صاحب کندهار ته راوغوښتل شو ، مولوي حیات الله چې دصحنې شاهد دی وایي په کومه ورځ چې قاري صاحب له سیداباد څخه روانیدو ، نو د ددې سیمې سپین ږیرو او مشرانو د ډیر محبت له امله ورپسې ژړل ، خو دمشرتابه امر وو چې دغه پاک حاکم خپل رعیت د اخلاص له اوښکو سره پریښود او کندهار ته لاړ ، قاري صاحب په کندهار کې څه موده د باغ پُل په سیمه کې د مظهرالعلوم مدرسې سرپرستي وکړه ، او کله چې د کندهار ستره جهادي مدرسه تاسیس شوه ، قاري صاحب ددې مدرسې د مهتمم په حیث وټاکل شو ، چې دامریکایي یرغل ترمهاله یې څلورکاله همدې دندې ته ادامه ورکړه .

د کندهار جهادي مدرسه یوه تعلیمي /جهادي اداره وه په دې مدرسه کې هغه طالبان اوسیدل ، چې په عادي حالاتو کې یې دیني درسونه ویل ، خو دضرورت په وخت کې د جګړې لومړیو کرښو ته تلل .

قاري فیض محمد سجاد صاحب ددې مدرسي عمومي مشر او مهتمم وو . .

نوموړی د مدرسې د چارو په سمبالښت سربیره دکال په اوږدو کې جهادي کرښو ته هم تلو ، په دې لړ کې د کابل دشمال د جنګي کرښو سربیره په کندز ، تخار او سمنګانو کې نوموړي دخپلې مدرسې دطالبانو په مشرۍ جهادي وظیفه ترسره کړې ده .

په کندهار کې د جهادي مدرسې او نورو اړوند مدارسو دطالبانوجهادي مشري یوه مهمه او سخته وظیفه وه چې قاري صاحب په ډیر ښه ډول اجراء کړه ، نوموړی د خپل سرشار اخلاص ، تقوی او حسن تعامل په واسطه توانیدلی وو ، چې د څلورو کلونو په اوږدو کې دمدرسې دطالبانو چې شمیر یې د ۱۷۰۰ او ۲۵۰۰ په منځ کې چلیده ، ښه رهنمایي وکړې ، دیني زده کړو ته یې متوجه کړي ، او د مدرسې نظم برقرار وساتي ، هغه طالبان چې په دې موده کې په یادو مدارسو کې پاته شوي له قاري صاحب څخه یوازې ښې خاطرې لري .

د جهادي مدرسې د مشرتوب سربیره نوموړي له امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره هم خورا نږدې تعلقات درلودل ، امیر المؤمین صاحب په نوموړی خورا زیات باور درلود او دده استعداد یې درک کړی وو ، ملاخلیل احمد چې هغه مهال دقاري صاحب ملګری وو ، وایي چې اکثره وخت مازدیګر یې ملامحمد عمر مجاهد لید چې په موټر کې به راغی ، قاري صاحب به یې له ځان سره واخیست او دماښام له لمانځه وروسته به یې واپس راووړ ، چې همدا له امیرالمؤمنین سره دنوموړی په همیشني او نږدې مصاحبت دلالت کوي .

د شمال محاصره او زنداني کیدل

هغه مهال چې امریکایي یرغلګرو په افغانستان یرغل ترسره کاوو ، قاري صاحب فیض محمد له خپلوجهادي ملګرو سره دخپل اسلامي هیواد ددفاع په خاطر دافغانستان شمال ته تللی وو او په تخار ولایت کې یې جهادي دنده ترسره کوله ، نوموړی له خپلو ملګرو سره په کندز کې محاصره پاته شو، چې وروسته له دوستم سره دموافقې په نتیجه کې د نورو طالبانو غوندې ورسره وعده وشوه چې کندهار ته درسیدلو لار به ورکول کیږي .

خو دوستم دخپل تاریخي غدر په لړ کې کله چې طالبان خلع سلاح کړل ، کانتینرو ته یي واچول او د شبرغان او بلخ په خوا یي انتقال کړل ، قاري فیض محمد صاحب په دې مرحله کې دهغو کسانو له جملې څخه وو چې شبرغان ته په لاره په کانتینر کې ژوندی پاته شوی وو ، چې وروسته دشبرغان زندان ته واچول شو، د شبرغان په زندان کې چې کله د دوستم کسانو او سي آی اې د مامورینو لخوا دطالبانو دمشرانو پلټنه پیل شوه ، قاري صاحب هم دطالبانو دمشر په صفت وپیژندل شو چې امریکایانو لومړی دکندهار د هوایي ډګر کرغیړن زندان او ورپسې د کیوبا د ګوانتانامو زندان ته انتقال کړ .

په ګوانتانامو زندان کې له یو نیم کال تیرولو وروسته نوموړی دهغو لومړنیو بندیانو له جملې څخه وو چې راخلاص شو ، دکیوبا په زندان کې نوموړي ۲۰ سیپارې قرانکریم حفظ کړ چې پاتې لس سیپارې یي له خلاصون څخه وروسته پوره کړ او په دې توګه یې دقرانکریم د حفظ ویاړ ترلاسه کړ .

دامریکا خلاف جهاد او شهادت یې

د ګوانتانامو له زندان څخه له راخلاصیدووروسته نوموړي یوځل بیا دامریکا په خلاف مسلح جهاد پیل کړ ، دامریکایي یرغل په دریم کال دخپلو هغومجاهدینو په مشرۍ چې دجهادي مدرسې له وختو یي ملګري وو دکندهار په معروف ولسوالۍ کې یې جهادي فعالیت پیل کړ ، وروسته یې په ارغسان ، شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو کې جهادي فعالیت ته ادامه ورکړه په دې مهال نوموړی ډیره موده د جنوب او جنوب غرب حوزو دعمومي نظامي کمیسیون دمشر په حیث هم دنده اجراء کړه ، چې دجهادي کارونو په نظم او ترتیب کې یې مهم رول درلود .

دکندهار ولایت په لوړو یادو ولسوالیو کې نوموړي دیوه مشر جهادي رهبر او لارښود په حیث خورا ډیر خدمتونه ترسره کړل ، دمجاهدینو جهادي صفوف یي منظم کړل ، او ګڼ شمیر مجاهدین یې مؤثر فعالیت ته اماده کړل ، په شاولیکوټ کې له ۲ کاله خدمت وروسته نوموړی داسلامي امارت دمشرتابه لخوا دروزګان ولایت دجهادي مسؤل په حیث وټاکل شو ، نوموړي په روزګان کې هم ټولو جهادي سیمو ته سفرونه وکړل ، جهادي تشکیلات یي منظم کړل ، خو دهمدې جهادي خدمت په ترڅ کې یي د ۱۴۲۸ هـ ق کال د رجب دمیاشتې په ۱۱ مه نیټه د چهارشنبې په شپه د شهادت ارمان ترسره شو، په دې نیټه نوموړي د روزګان ولایت دخاص روزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سیمه کې دماښام د لمانځه له جماعت وروسته خپلو ملګرو ته دیني وعظ کاوو ، چې ددښمن په هوایي ناڅاپي برید کې په نښه شو او دشهادت لوړ مقام ته ورسید .

انا لله وانا الیه راجعون

قاري صاحب پنځه زامن تر شا پرې ايښي چې نومونه یي محمد ، احمد ، حسن ، عبدالرحمن او کوچنی سعد دي ، سعد دنوموړي دشهادت نه څه موده مخکې پیدا شو، نوموړي د ټیلفون له لارې خپلې کورنۍ ته احوال ورکړ چې په نوي پیدا شوي زوی یي سعد نوم کیږدي ، خو قاري صاحب خپل دغه کشری زوی په دنیا کې ونه لید ځکه نوموړی په همدې جهادي سفر کې شهید شو ، الله تعالی دې وکړي چې په عقبی کې یې په جنت کې سترګې پرې یخې شي .

د قاري فیض محمدسجاد صاحب د شخصیت په اړه

وړاندې وویل شول ، چې قاري صاحب دخپلو ملګرو او متعلقینو ترمنځ یو غیرمتنازع شخص دی ، شخصا ما یي تراوسه له کوم چا څخه بده خاطره نه ده اوریدلې ، ټول ملګري یې دښه شخصیت ، ښه اخلاقو او دیانت صفت کوي .

ددیني علومو استاد مولوي حیات الله له قاري صاحب سره ډیر وخت نږدې پاته شوی ، نوموړی وایي ، قاري صاحب یو عجب دینداره سړی وو ، مجاهد هم وو ، دطریقت بیعت یي هم کړی وو ، تبلیغ یي هم نه هیراوو په تبلیغي دعوت کې به یې دری ورځې یاڅه زیات وخت لګاوو حتی کله ناکله تر څلورو میاشتو په تبلیغ کې تلو ، دیني علم یي هم نه هیراوو ، حتی دسفر او جهاد په حالت کې به ورسره یو بکس وو چې کتابونه به په کې وو او له فرصت نه په استفاده یې مطالعه کوله ، قاري صاحب به ویل چې داسلام په ټولو شعبو کې باید عملا کار وکړو ، اسلام باید یوازې په جهاد یا علم کې منحصر نه کړو ، بلکې ټولې شعبې په خپل ځای باید مهمې وبولو او خدمت په کې وکړو .

مولوي حیات الله وایي د قاري صاحب یو بل بارز صفت زهد وو ، له دنیايي عیش و نوش سره یې نه لګیده ، ډیرې زیاتې نفلي روژې یي نیولې ، کله به چې له جهادي مدرسې څخه جهادته تلو نو امارت ورته ګڼ شمیر موټران ورکول ، چې ده به په جهاد کې ترې استفاده کوله ، مګر کله به چې بیرته راغی ، ټول موټر به یې اړونده ادارو ته وسپارل او حتی ځانته یې یو موټر هم نه پریښود ، په مدرسه کې یې دعادي طالب غوندې ساده ژوند کاوو .

د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې دهرات پخوانی والي او دفوائد عامې پخوانی وزیر مولوي احمدالله مطیع وایي : قاري صاحب له الله تعالی څخه ویریدونکی انسان وو ، دیانت یي ډیر ښه وو ، په خپلو وظایفو کې زحمت کش او نه ستړی کیدونکی وو او که رښتیا ووایم بې جوړې سړی وو .

ملاخلیل احمد وایي : په یادیږي یې کله به مو چې په موټر کې سفر کاوو ، قاري صاحب به په ډیر خواږه غږ تلاوت کاوو ، او دحضر په مهال هم دقرانکریم دتلاوت ډیر پایبند وو .

مولوي حیات الله چې دامریکا خلاف جهاد کې له قاري صاحب سره نږدې پاته شوی دی وایي : قاري صاحب د جهادي ژوند یو ځانګړی پروګرام درلود ، ملګري یې عبث وخت تیرولو او بې حاصله ګپ شپ ته نه پریښودل ، دورځې به یې دری وخته دیني وعظ او بیان کاوو او دابه یي دملګرو ترمنځ د یوه ځانګړي ترتیب له مخې تقسیم کړی وو ، د سهار او ماښام مسنون اذکار یې په ملګرو زده کول او عملي کول ، که به مجاهدین ملګري کومې خوا ته روان وو ، اوپه لوړځای به ختل نو قاري صاحب به غږ کړ ، هلئ دلوړ ختلو ذکر الله اکبر شروع کړئ او که به په کوم ځای ښکته کیدو نو غږ به یي کړ سبحان الله وایاست .

دغه راز د ډوډۍ د پیل او پای ، مجلس ، خوب او هرډول حالاتو اذکار یي همیشنی معمول وو ، او په ملګرو یي هم زده کول ، که په مجاهدینو کې د چا سم قرأت نه وو زده ، نو مجبورول یي چې له نورو قاریانو ملګرو څخه قرانکریم سم زده کړی ، لمونځ ورته تیر کړي ترڅو یي عبادت سم شي .

خپلو مجاهدینو ملګرو ته یې په همیشنۍ مذاکره کې د ژوند د هر اړخ آداب ورښودل ، دډوډۍ اداب ، دمجلس اداب ، له مشرانو او کشرانوسره دګوزارې آداب او داسې نور مسنون آداب یې ملګرو ته ورښودل اوعملي اړخ ته یي دومره متوجه وو ، که به چا په چپ لاس ډوډۍ پورته کړه سمدستې یې ورباندې غږ کاوو چې د ډوډۍ خوړلو مسنونه طریقه په ښي لاس خوراک دی .

د قاري صاحب دغه اصلاحي پروګرام په ډیره مسلکي طریقه اود نیک اخلاقۍ په چوکاټ کې وو چې په هیچا نه بوج کیده ، بلکې اکثره داسې علماء او مدرسین چې له ده څخه په علم او عمر کې زیات وو ، له ده څخه یې زده کړه کوله ، دده په ملګرتیا یي فخر کاوو ، ځکه دقاري صاحب جهادي ملګرتیا یوازې جهاد نه وو ، بلکې یو اصلاحي پروګرام وو که به چا وخت ورسره تیر کړ نو له جهادنه سوا به یې د شخصیت داصلاح په برخه کې ډیره ګټه کړې وه .

د قاري صاحب دجهادي ملګرو شمیر خورا زیات وو ، خو د هریوه یي نه یوازې نوم زده وو بلکې د کورنۍ د غړو ، والدینو او شخصي ژوند پوښتنه یي هم ترې کوله که به کوم ملګری له کور څخه سنګر ته راستون شو ، قاري صاحب به د یوه مشفق قریب غوندې د ټولو خپلوانو پوښتنې ترې کولې ، چې دا ډول صمیمیت اوس په خورا لږو خلکو کې لیدل کیږي .

مولوي حیات الله صاحب دقاري صاحب د ژوند او شخصیت په اړه خورا جالبې خاطرې لري ، د لیکنې داوږدیدو له امله به په دې کفایت وکړو ، چې قاري صاحب دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دطریقې مطابقت په جهاد کې په اعمالو او عباداتو سره جنګ کولو ته ډیره توجه درلوده ، نوموړي به چې د وسلو اومهماتو د اخیستلو لپاره دامارت مشرتابه ته د پیسو پیشنهاد کاوو ، نو د وسلو ترڅنګ به په لست کې د مجاهدینو د مسواکونو مصرف هم لیکل شوی وو ، ځکه نوموړي به په جبهه کې خورا ډیر مسواکونه له ځان سره ساتل ترڅو مجاهدین له دغه مسنون عمل څخه بې برخې نه شي .

باور وکړئ ما چې کله دشهید قاري صاحب فیض محمد سجاد د شخصیت په اړه دده دملګرو څخه ځیني خاطرې واورېدې او بیامې دلیکلو په مهال له ځانه سره لحاظ کړې ، نو بې اختیاره مې له سترګو اوښکې وبهېدې ،دا پیښه ماته دقاري صاحب د دیانت یوه ځانګړتیاښکاره شوه ، ځکه زه خپل دلیکوالۍ په ژوند کې تراوسه له داسې پیښې سره نه وم مخ شوی ، سبحان الله ، د فتنوپه دې عصر کې دومره دیانت ساتل ، چې تش یاد یې په یوه سخت زړه باندې اثر کوي او اوښکې ترې رابیلوي ، خو بیا مې له ځان سره وویل

این سعادت به زور بازو نیست

تانبخشد خدای بخشنده

راځئ دعاء وکړو ، چې متعال رب تعالی د رحمت دخپلوبې پایه خزانو څخه په موږ اوسنیو مجاهدینو باندې هم رحم وکړي ، اخلاص ، دیانت او صبر مو نصیب کړي ، ترڅو د دنیا او اخرت فائزین شو .

رحمه الله تعالی

Tweet
Share