بسم الله الرحمن الرحیم

د روس په خلاف دجهاد ثمره

جهاد ملتونو او قومونو ته دژوند، ښېرازۍ، سر لوړئ، استقال او خپلواکۍ دورکولو، دالله تعالی دکلمې دلوړولو او دکافرانو دشر ددفعه کولو او دخرابو او ناوړه عقیدو دمخنیوي وسيله ده، کله چي مسلمانان جهاد کوي او داسلام په لاره کي خپل سرونه قربانوي، نو هغوی به سرلوړي وي، داسلام احکامات او اسلامي عقیده به یې ساتلې وي، دکفر او شرک عقاید به يې له منځه وړي وي، خو که کله کوم ملت جهاد ته شا وګرځوي، له جهاد څخه کښېني، نو خدای به هغه ملت خوار او ذلیل کوي، کافران به پرې غالبه کیږي او چي کله پرې غالب شول، نوبیابه يې په خپل رنګ رنګوي، خپلي ځمکي او ملکيتونه به ورڅخه نیسي، له اسلامي عقيدې څخه به یې لري کوي، په شرکي او کفري عقایدو به یې اخته کوي، له اسلامي کلتورڅخه به يې پردي کوي، داسلام له رڼا څخه به يې دکفر په تیارو کي اچوي او له ټولو ښېګڼو، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو څخه به یې بې برخي کوي.

داسلام په لومړیو کي داسلام دعروج یوازنی لامل دا وو، چي هغه مهال مسلمانان ټول په جهاد بوخت وو، ميرمنو به خپل ماشومان دجهاد په جذبه روزل، پلرونو به خپلو ماشومانو ته دلوبو لپاره توري، لیندې او غشي ور اخیستل، په مدرسو کي به شاګردانو ته دسبق ترڅنګ دجهاد لپاره ټرېننګ ور کول کيدو، عامو مسلمانانو به جهاد ته دچمتووالي لپاره دآس ځغلولو، توري وهلو، غیشي ویشتلو سیالۍ ترسره کولې، اسلامي خلافتونو او حکومتونو به دټرېننګ لپاره عامه مرکزونه جوړول، لنډه دا، چي په مسلمانانو کي دجهاد مینه او جذبه وه، چي دنړۍ په زیاته برخه يې واکمني راوستله.

افغان مجاهد ولس دا حقيقت درک کړی وو او له همدې امله يې دشوروي اتحاد دغیر مستقیم اشغال او وروسته یې دهغوی دمستقیم اشغال په خلاف جهاد پيل کړ، دیوه ستر قوت په مقابل کي چي په هرډول مادي اوپوځي امکاناتو مجهز وو بې وسلې افغانان چي په لرګیو، چړو، کاڼو، یوټکو توپکو، دريي توپکو، لرو او داسي نورو سمبال وو ودرېدل، دوسائلو او قوت په لحاظ هیڅ ډول توازن ددې دواړو لوریو ترمنځ موجود نه وو، شوروي اتحادچي دختيځي اروپا او شمالي اسیاپه ګڼو هیوادونو مشتمل و هغه مهال د نړۍ ترټولو ستر ځواک وو، چي هيچا دمقابلې کولو جرأت نشوای ورسره کولای، دوخت په ماډرنو او پرمختللو وسلو سمبال ځواک وو، چي په جګړو کي يې ښه تجربه لرله، خو دمقابلې لپاره يې داسي یو ملت پورته شو، چي له جګړه ييزو وسائلو څخه بې برخي او تش لاسی وو، یوازي او یوازي دايمان په وسله او دتوحيد په عقیده سمبال وو، هغه وسله چي دښمن يې بیا ورڅخه بې برخي وو.

په لومړیو کي روس او نړۍ ټولو دافکر کاوو، چي افغانستان نور دشوروي اتحاد داسي جز لاينفک شو، لکه دروس نور اشغال شوي هیوادونه، نه نړۍ او نه هم روس داتصور کاوو، چي افغان مقاومت به له څه باندي ۹ کلونو وروسته بریالی کیږي او شوروي ته به داسي ماته ورکوي، چي نور به دشوروي اتحاد په ځای یوازي روس پاته کیږي او نه یوازي افغانستان بلکه ټوله نړۍ به يې له شر څخه خلاصيږي.

دروس له ماتي وروسته که څه هم دافغانانو هغه ستره هیله چي دیوه اسلامي حکومت رامنځ ته کول وو دکورنیو جګړو او ځینو نورو لاملونو له امله پوره نشوه، خو دافغان جهاد پایلي ډیري ګټوري وې او ښه ثمره یې ورکړه، دجهاد په برکت افغانان له لادیني او کفري عقيدې څخه وژغورل شول، له خپل دین څخه پردي نشول، داسي نشول، لکه دروس دنورو اشغال شویو هیوادونو وګړي چي یوازي په دې پوهیږي، چي «زه مسلمان یم» نور په اسلام او حقیقت يې نه پوهیږي، دهمدې جهاد په برکت دمسلمانانو مقدسات وژغورل شول، جوماتونه يې په حمامونو، سینماګانوبدل نشول او نه هم بندیان شول، لکه په منځنۍ اسیا، آذربايجان او نورو هیوادونو کي، په لمانځه بندیز نه ولګېدواو نه هم داسلام په تبلیغ بندیز ولګیدو، لکه په دوشنبه او داسي نورو کي، دهمدې جهادپه برکت دفحاشۍ مرکزونه او نائټ کلبونه جوړ نه شول، کمونستي مفکوره او کمونستي نظام له منځه ولاړل، دروس دنورو اشغال شویو هیوادونو په څېر کمونستي نظام واکمن پاته نه شو، له روس سره دجهاد په برکت اسلام دافغانستان دیوازني رسمي دین په حيث پاته دی او په اسلام فخر کیږي، دروس تر اشغال لاندي دنورو هیوادونو په څیر نشو، چي اسلام جرم وبلل شي، آن همدا اوسنی روان جهاد هم دپخواني جهاد ثمره ده.

که دروس په خلاف دجهاد په ترڅ کي له یوميلیون څخه تر دوو ميلیونو پوري افغانان شهیدان شوي، خو دغو کسانو ددې تر څنګ چي ځانونه يې هم حقيقي ژوند ته رسولي، شاوخوا ۳۰ ميليونو انسانانو ته يې ژوند ورکړی، معنوي ژوند، چي حقيقي ژوند بلل کیږي، که په دغې جګړه کي درې ميلیونه کسان ټپیان شوي، یا په داخل او بهر کي ۷ ميلیونه کسان مهاجر شوي، خو ازادي او استقلال يې خپل کړی، اسلام، هیواد او خپل ناموس يې ساتلی او ددې ترڅنګ يې په نړۍ احسان کړی، چي هغوی او په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه يې دشوروي له اشغال څخه ژغورلي دي اوپه ميليونونو انسانان يې له کمونيستي توري عقيدې څخه خلاص کړي دي، که کوم زیانونه افغانانو ته رسيدلي او ددې مقاومت په ترڅ کي له راز راز کړاوونو سره مخ شوي، خو خپل دښمن شوري اتحاد يې دنړۍ له نقشې څخه ختم او ټوټه ټوټه کړ.

څنګه چي دروس دشکست ۲۶ کاله پوره شول، افغانانو نن دیوې بلي امپراطورۍ په غاړه پښه ايښې ده او له ماتي سره يې مخ کړې ده، لکه څنګه چي پرون افغانانو ته دورس دماتي ویاړ ور په برخه شو، نن يې دامریکادماتي وياړ خپل کړ، لکه څنګه چي يې پرون نړۍ له سرو لښکرو خلاصه کړه، نن يې نړۍ له غربي پوځیانو وژغورله، لکه څنګه چي يې پرون دکمونيستي عقيدې په خلاف مبارزه کوله نن يې دغربي ډيموکراسۍ په خلاف مبارزه روانه ساتلې ده، لکه څنګه چي يې کمونیسي عقیده له منځه یووړله انشاء الله ډیر ژره به دډيموکراسۍ مفکوره هم له منځه یوسي او لکه څنګه چي يې دروس یرغلیزه پالوسي دزمانې یوه کیسه وګرځوله، همداسي به دامریکادا یرغلیزه پالوسي دزمانې یوه کیسه وګرځي او خدای مهربانه دی، چي ډیر ژر دتیر او اوسني جهاد دشهیدانو هيلي چي دیوه سوچه اسلامي نظام حاکمیت دی پوره شي.

دافغانستان په جګړه کي دروسيانو ځيني هغه زیانونه چي خپله دوی پرې اعتراف کړی دا دي:

دافغانستان په څه باندي ۹ کلنۍ جګړه کي دروسيې ددفاع وزارت، دکورنیو چارو دوزارت او کي جي بي ۱۴۴۳۳ تنه مامورين او پوځیان وژل شوي، دغه افغان اسلامي مقاومت د۱۸۰ پوځي مشاورینو او ۵۸۴ پوځي او ملکي متخصيصينو ژوند هم اخيستی دی.

په دغه جګړه کي چي روسيه يې له ماتي سره مخ کړه ۵۳۷۵۳ پوځیان او مامورین پکي ټپیان شوي او په دغه جګړه کي ۴۷۱ پوځیان دمجاهدینو له لوري بندیان شوي وو، چي دهغوی له ډلي څخه ۱۳۰ تنه له بند څخه خوشي شوي او بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، همداراز ۴۱۵۹۳۲ تنه په روحي او دې ته ورته ناروغیو اخته شوي وو.

دډيرو ځاني زیانونو په څنګ کي روس له ډيرو مالي زیانونو سره هم مخ شو، چي په دې سره يې اقتصاد له صفر سره ضرب شو، په دغه جګړه کي دروسیانو ۱۱ زره ګاډي، ۱۳۱۴ زري پوښونه او ۱۴۷ ټانګونه له منځه ولاړل، همداراز يې ۴۳۳ توپچي سيستمونه،۳۳۳ چورلکي او ۱۰۸ الوتکي له لاسه ورکړې او په افغانستان کي له خاورو سره خاوري شوې.

روس په دې زیانونو برسېره په ميلياردونو نور مالي زیانونه هم ولیدل، چي صحیح اټکل يې نه شي کېدلی.

څنګه چي روس له افغانستان څخه په ډيره وارخطايي ووت، نو ډير وسايل هم ورڅخه پاته شول، چي دهغو له جملې څخه ۹۹۰ زري پوښونه، په لسګونو ټانګونه، درې زره موټر، ۱۷۹ پوځي مرکزونه له ټولو مهماتو او سايلو سره پاته شول.

دا هغه ځاني او مالي زیانونه دي، چي خپله دروس حکومت خپاره کړي، ولي حقيقت له دې څخه ډیر ستر دی او په دغه څه کم لس کلنه جګړه کي له دې څخه په څوچنده ځاني او مالي زیانونه روس ته ور اوښتي دي.

موسی مهاجر

Tweet
Share